زده کوونکی

کونړ کې جګړې؛ سلګونه زده‌کوونکي له زده‌کړو بې برخې او لسګونه کورنۍ بېځایه شوي

خبریال: جان‌اغا صالح

د ختیځ له نورو ولایتونو سربیره جګړو د کونړ په غازي اباد، ناړۍ او ځينو نورو ناامنه سیمو کې ګڼ شمیر د ښوونځیو زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي او مرکز اسداباد او د کونړ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د جګړو له امله په ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو کې ښوونځي تړل شوي او زده کوونکو د خپلو سرونو د ساتنې لپاره مرکز اسداباد ته پناه وړې ده.

۱۳ کلن عثمان یو له همدې رابېځایه شویو زده کوونکو څخه دی، هغه د غازي اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې د پنځم ټولګي د ښوونځي ازموینې یې پریښې او اوس مهال په اسداباد کې په یو کرایه کور کې د ژوند سختې شیبې ګالي.

عثمان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، کله چې وسله وال طالبان یې پر ولسوالۍ ورغلې لارې یې وتړلې او یاده ولسوالۍ یي سقوط کړه، دی او کورنۍ یې د جګړو له امله مجبور شول، چې د کونړ مرکز اسداباد ته کډه شي چې زده‌کړې یې په نیمایي کې پاتې شوې.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوسمهال د کونړ مرکز کې په یو کرایه کور کې له خپلې کورنۍ سره د ژوند سختې ګالي او بیرته خپل کلي ته ستنیدل او د ښوونځي پر لور یې تلل لوی ارمان بولي.

عثمان وایي، له کله راهیسې چې له خپل کلي بیځایه شوی لکه د تیر په څیر یې بیا هم خپل زده کړو ته دوام ورکړی او ډیر کله په خپل کور کې د ښوونځي کتابونه مطالعه کوي.

عثمان زیاته کړه: «زه په خپله د غازي اباد ولسوالۍ اوسیدونکی یم او زمونږ لېسه په ناړۍ ولسوالۍ کې وه، زه اوسمهال په پنځم ټولګي کې یم او کله چې په کلي جنګ شو او طالبانو ولسوالۍ ونیوله ټول خلک له خپلو کورونو را ووتل او اسداباد ته راغلل، زه هم له دغه کسانو څخه وم نو اوس دلته اوسیږو ښوونځی مي ډیر یادیږي او دلته هم کتابونه مطالعه کوم خو کلي پسې ډیر خفه یم.»

عثمان وایي، له کله راهیسې چې له خپل کلي بیځایه شوی لکه د تیر په څیر یې بیا هم خپل زده کړو ته دوام ورکړی او ډیر کله په خپل کور کې د ښوونځي کتابونه مطالعه کوي.

هغه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له جګړو وړاندې یې په خپله سیمه کې د زده کړو بهیر په ښه ډول په مخ روان و، خو د جګړو له پیل سم یې ښوونځي تړل شوي او سلګونه زده کوونکي هم په راکډه کېدو سره له زده کړو محروم شول.

نوموړی د جګړې له ښکیلو خواوو د جنګ دریدو ترڅنګ غوښتنه کوي، چې د جګړو پرمهال دې ښوونځي او نور عامه شمتنۍ خپل هدف نه ګرځوي.

عثمان زیاتوي: «کله چې زمونږ په ولسوالۍ کې جنګ نه و، نو ډیر زده کوونکي به ښوونځیو ته تلل او ډیر ښه خوشاله ژوند مو درلود خو کله چې هلته جګړې شروع شوې نو هر څه بند شول او هره ورځ به جګړې وي، زمونږ مکتب هم داسې شاړ شو، ځکه شاګرانه نه راتلل او خلک په تیښته وو، جګړو ته ډیر خفه یم او هر څه ګډ وډ شول له حکومت او طالبانو غواړو چې سوله وکړي او مونږ پریږدي چې زده کړې وکړو او له طالبانو غوښتنه کوم چې زمونږ ښوونځي په بمونه وانه لوزوي.»

نوروز خان بیا له ناړۍ ولسوالۍ هغه اوسیدونکی دی، چې خپل څلور اولادونه یي له زده کړو بې برخې شوي او له خپلې کورنۍ سره یو ځای د کونړ نرنګ ولسوالۍ ته راکډه شوې دی.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، څلور زامن یې د ناړۍ په لېسه کې زده کړې کولې خو د جګړو له امله  مجبور شول چې له وسایلو ډک کورونه پریږدي او نرنګ ته را کډوال شول.

 نوروز خان وایي، له دې وړاندې یې اولادونه د کرونا له امله ښوونځي ته نه تلل، خو له کرونا وروسته یي ښوونځي د جګړو له امله د زده کوونکو پرمخ وتړل شول.

نوروز خان زیاته کړه: «د ناړۍ له لېسه کې مې څلور زامنو زده کړې کولې له دې وړاندې د کرونا له امله ښوونځي ته نه تلل، خو اوس د جګړو له امله مجبور شو چې زامن مې ښوونځی پریږدي او دلته راکډه شو، دلته مو ژوند سخت دی ځکه ډک کورونه مو د جګړو له امله پریښي او دلته د سر خوندیتوب لپاره راکډه شوي یو، زامن مې هم خفه دي د ښوونځي پسې خو زه ورته ډاډ ورکوم.»

 نوروز خان وایي، له دې وړاندې یې اولادونه د کرونا له امله ښوونځي ته نه تلل، خو له کرونا وروسته یي ښوونځي د جګړو له امله د زده کوونکو پرمخ وتړل شول.

په همدې حال کې د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې د جګړو له امله سلګونه زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

د کونړ د پوهنې رییس مجیب الرحمن «همدرد» اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې ولایت له غازي اباد، ناړۍ او ځینو نورو ناامنه سیمو څخه د جګړو له امله شاوخوا زر زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي او اوسمهال د کونړ مرکز اسداباد نورو سیمو ته کډه شوي دي.

مجیب الرحمن همدرد زیاته کړه: «د کونړ له غازي اباد، ناړۍ ولسوالۍ او نورو ناامنه سیمو څخه د جګړو له امله زر د ښوونځيو زده کوونکي بې برخې شوي او دلته مختلفو سیمو ته راکډه شوي دي، مونږ ورته د زده کړو په برخه کې ځینې اسانتیاوې هم برابرې کړي او لا هڅه کې یو چې دا سانتیاوې ډیرې شي او دوی وکولای شي په نورو سیمو کې هم له زده کړو محروم پاتې نشي.»

کونړ کې جګړو هغه وخت زیاتې شوې کله چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت دوه ولسوالۍ غازي اباد او ناړۍ له افغان حکومت ونیولې، د همدې جګړو له امله له یادو ولسوالیو څخه لس زره خلک له خپلو مېنو نورو سیمو ته راکډوال شول.