اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژنده وسلهوالو یو سوداګر په ډزو وژلی او عاملین یې تښتېدلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۲۱ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «شیشم باغ» سیمه کې ناپيژنده وسله والو د حکمت الله شیرزاد په نامه یو تن په ډزو وژلی دی.
نوموړی وایي، د پېښې عاملین له سیمې په تېښه بریالي شوي خو پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار شاوخوا ۹ بجې د څلورمې ناحیې اړوند شیشم باغ پمپ ته څیرمه ناڅرګنده وسله والو په یو تن ډزې کړي چې له امله یې نوموړی وژل شوی او عاملین له سیمې تښتیدلي دي.»
خو یوې بلې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې وژل شوی کس د موټرو سوداګر و، چې نن سهار کاري ځای ته پر لاره وژل شوی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.