اطلاعات روز: د ملي پخلایني عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، نوموړي او د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د پاکستان سفیر سره کتلي دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر نن (پنجشنبه، ۲۸ د زمري) له خپلې فیسبوکپاڼې په خپرهکړې یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې کابل کې یې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي دي.
ښاغلي عبدالله ویلي، چې په دې لیدنه کې د هېواد په روان وضعیت او له ملي او نړیوال مشروعیت څخه په برخمنې ټولشموله سیاسي پروسې خبرې اترې وشوې.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویلي: «د هېواد مخکني ولسمشر جلالتماب حامد کرزي سره یو ځای مو په داسې حال کې چې محترم عبدالکریم خرم هم شتون درلود، نن په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره ولیدل.»
دا په داسې حال کې ده چې پر کابل د طالبانو ولکې ټینګېدو څلورمه ورځ ده او لا هم یو نوی حکومت نه دی رامنځته شوی او افغانستان کې د واک تشه ده.
دغه راز عبدالله عبدالله وایي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې یو ځای د هېواد له یو شمېر سیاسي او قومي مشرانو سره ولیدل او په روان وضعیت یې بحث وکړ.