اطلاعات روز: د هېواد لوړو زدهکړو وزارت وایي، د دې وزارت د مشرتابه پلاوي د پرېکړې پر بنسټ به په نږدې راتلونکي کې حضوري درسونه پیل شي.
لوړو زدهکړو وزارت نن (شنبه، ۳۰ د زمري) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې نږدې وخت کې د حضوري درسونو پیلېدو خبره کړې او له استادانو او زدهکړیالانو یې غوښتي چې تیار شي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «دغه وزارت اوسمهال د درسونو پیلېدو باندې کار کوي او د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو استادانو او محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې ډېر ژر به په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت رسمي اعلامیه خپره شي نو خپل چمتووالی دې ونیسي.»
د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو درسونه د طالبانو په لاس د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د حکومت نسکورېدو سره سم وتړل شول.
که څه هم لوړو زدهکړو وزارت لا د تحصیلي او تعلیمي مرکزونو پرانیستلو کره نېټه نه ده یاده کړې خو ټینګار یې کړی چې نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.