جلال اباد

پر افغانستان د طالبانو ولکې ټینګېدو یوې اونۍ بشپړېدل؛ جلال‌اباد کې د پخوا په څېر ژوند عادي شوی

خبریال: جان‌اغا صالح

د طالبانو په لاس د افغانستان نسکورېدو یوه اونۍ پوره شوه. اوس د ځینو نورو ولایتونو په څېر د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې هم د خلکو ژوند د پخوا په څېر عادي شوی دی.

له شاوخوا یوې اوونۍ ځنډ وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو ټول بازارونه پرانیستل شوي او خلک لکه د پخوا په شان په عادي ډول د ژوند چارې مخ ته وړي.

 د ښار له ډیرو برخو هغه کانکریټي دیوالونه لرې شوي، چې د طالبانو د بریدونو له ویرې پرې جوړ شوي وو، سملاسي ښکاري چې نوروه په دې ښار کې د بریدونو ویره نشته او خلک عادي ژوند ته ګرځیدلي دي.

پنځه ویشت کلن بلال د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  وویل، د هیواد له نورو ولایتونو سربیره دې ولایت واک ته د طالبانو په رسیدو سره سم ښاري نظم رامنځته شوې او هم د هغه پخوانیو چارواکو او ځینو زورواکو د کورونو له مخې موانع لرې شوي، چې له امله یې په ښار کې ګڼه ګوڼه وه.

نوموړی وایي، ښار کې حالت عادي کیدو ته لاره جوړیږي چاودنې، غلاوې او نورې اندیښنې هم ختمې شوي.

 د ښار له ډیرو برخو هغه کانکریټي دیوالونه لرې شوي، چې د طالبانو د بریدونو له ویرې پرې جوړ شوي وو، سملاسي ښکاري چې نوروه په دې ښار کې د بریدونو ویره نشته او خلک عادي ژوند ته ګرځیدلي دي.

بلال زیاتوي: «تیره اوونۍ چې جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان واک ته ورسیدل د هیواد د نورو ولایتونو په شان جلال اباد ښار او ولسوالیو کې خلکو خپل عادي ژوند پیل کړی او خپل روزګار پسې راوتلي دي، هیڅ ویره او ډار نشته، چې څوک به له چا غلا وکړي او یا به کوم ځای کې چاودنه وشي، ژوند عادي دی او له خلکو غوښتنه کوو، چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او پخپله هیواد جوړ کړي.»

ننګرهار کې تر ډیره حکومتي مامورین دندو ته ګرځیدلي او ولایتي ادارې هم په خپله فیسبوک پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له ویرې دې د ژوند عادي چارې پیل کړي.

خو ولسي خلک وایي، له تیرې اوونۍ راهیسې که ورځ تر بلې که حالت ښه کیږي خو د خوراکي توکو بیې تر پخوا لوړې شوي، چې دوی د نرخونو د کنترول غوښتنه کوي.

نصرت الله په جلال اباد ښار کې ریکشا چلوي نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سهار په ډاډه زړه له کوره د ښار په لور راځي او هیڅ د چاودنې او یا بلې کومې امنیتي پېښې ویره ورسره نه وي.

خو ټینګار کوي چې له امن سره سره دې خلکو ته کاري زمینې برابرې او هم دې د خوراکي توکو د کنترول په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین سر له اوسه لاس په کار شي.

نصرت الله په جلال اباد ښار کې ریکشا چلوي نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سهار په ډاډه زړه له کوره د ښار په لور راځي او هیڅ د چاودنې او یا بلې کومې امنیتي پېښې ویره ورسره نه وي.

نصرت الله زیاته کړه: «له تیرو څو ورځو راهیسې جلال اباد ښار او ټولو ولسوالیو کې د خوراکي توکو بیې ترپخوا څو چنده لوړې شوي، چې بیوزله او غریب خلک یې د اخیستو توان نه لري، د وړو، غوړیو، بورې، لوبیا او سون توکو بیې لوړې شوي، له ښاروالۍ او ولایتي ادارې غوښتنه کوو، چې نرخونه دې سر له اوسه کنترول کړي او هغه څوک چې له ټاکلې نرخنامې سرغړونه کوي باید جریمه شي.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو  اتحادې مشر عزیز الرحمن عرب هم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ومنله، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي خو خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په نیږدې وخت کې به نرخونه کنترول او سرغړونونکو ته به یې سخته سزا ورکړل شي.

عزیز الرحمن عرب زیاتوي: «د تحول په رامنځته کیدو سره په جلال اباد ښار کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوي او دا خبره مونږ هم منو، خو ستونزه دا ده، چې اوس وخت کې سوداګري هم بنده او د همدې امله د توکو بیې لوړې شوي، خو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې له څو اوونیو وروسته به د خوراکي توکو بیې تر پخوا هم راکمې شي او لامل یې دا دی چې دوی اوس سوداګروته اسانتیاوې برابرې کړي او هم یې کوم ټکس به چې سوداګرو ورکاوه هغه نه اخیستل کیږي.»

د طالبانو له راتګ وروسته په ننګرهار کې د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی. خلک خوښ دي چې امن دی خو ټینګار کوي چې چارواکي دې عامو ولسونو ته کاري زمینې برابرې کړي او د دوی ستونزو ته دې پر وخت رسیده ګي وکړي.