اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، دوی د بغلان درې ولسوالۍ چاڼ کړي او اوس یې جنګیالي د پنجشېر ولایت په دروازو کې ځای پر ځای شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (دوشنبه، ۱ د سنبلې) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د سالنګ لاره خلاصه ده او په وینا یې چې پنجشېر یې تر محاصرې لاندې دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي: «د بغلان بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ په بشپړه توګه له «شریر» دښمن څخه تصفیه شوی. مجاهدین د تخار، بدخشان او اندراب له استقامتونو څخه دپنجشیر په دروازو کې ځای په ځای شوي.»
د طالبانو ویاند دغه راز لیکلي چې دوی هڅه کوي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط نن ۹ ورځې پوره کېږي، خو دوی لا هم نه دي توانېدلي چې پنجشېر ولایت ونیسي. په دې ولایت کې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود مقاومت کوي خو دا یې هم ویلي چې طالبانو سره خبرو ته تیار دي.