دوحه

طالبان: ترکیه له افغان ولس سره خپلو اړیکو او مرستو ته دوام ورکوي

اطلاعات روز: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوولین وایي، د دې دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي دوحه کې د ترکیې سفیر دوکتور مصطفی کوکصو سره لیدلي دي.

دغه لیدنه چې پرون (چهارشنبه، ۱۰ د وږي) شوې، دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپل ټوېټر لیکلي چې دواړو لوریو د افغانستان پر روان راتلونکي وضعیت خبرې وکړې.

د ښاغلي نعیم په وینا چې ترکیې افغانانو سره د اړیکو او مرستو دوام ژمنه وکړه. هغه لیکلي: «د تركيې سفیر وويل دوی به له افغان ولس سره خپلو اړيکو او مرستو ته دوام ور کوي. او هيله لري چې په افغانستان کې يو پياوړی او د افغان ولس د خوښې نظام رامنځ ته شي. د اسلامي امارت پلاوي هم له ترکيې سره د ښو او دوام داره اړيکو هيله څرګنده کړه.»

دا لیدنه په داسې مهال ده چې همدا پرون شېرمحمد عباس ستانکزي وویلې چې راتلونکو دوو ورځو کې به طالبان خپل حکومت اعلان کړي.