پنجشېر

ذبیح‌الله مجاهد: پنجشېر په بشپړ ډول ونیول شو؛ مقاومت جبهه: پنجشېر سقوط نه دی کړی

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزیر ذبیح‌الله مجاهد وایي، د هېواد وروستی پاتی پنجشېر ولایت یې هم په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې پنجشېر ولایت د دوی ځواکونو نن (دوشنبه، ۱۵ د وږي) په بشپړ ډول نیولی دی. ښاغلي مجاهد لیکلي چې په یاد ولایت کې وسله‌وال ځینې وځپل شول او پاتې یې د ده په وینا وتښتېدل.

نوموړي لیکلي: «د پنجشیر شریف ولس او خلکوته پوره ډاډ ورکوو چې له هغوی سره به هيڅ ډول توپيري چلند نه کیږي، ټول زموږ وروڼه دي، د یوه هیواد او یوه هدف لپاره به مشترک خدمت کوو.»

د طالبانو په دې بریدونو کې د مقاومت جبهې یو ویاند فهیم دشتي هم وژل شوی دی.

خو اخوا بیا د طالبانو ضد د مقاومت جبهه وایي، چې پنجشېر نه دی سقوط شوی. د دې جبهې یو ویاند علي میثم نظري پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې د ملي مقاومت ځواکونه په هغو قرارګاوو کې چې له وړاندې جوړ شوي ول، شتون لري او له تېرې شپې تراوسه جګړه په بېلابېلو ځایونو کې دوام  لري.

ښاغلي نظري لیکلي، د افغانستان خلک دې ډاډه وي چې دغه مقاومت به خپلواکۍ او عدالت ته تر رسېدو پورې دوام ولري.