ننګرهار کې وژل شوی

جلال‌اباد ښار کې ناپيژنده وسله‌والو یو کس وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې یو ځایي سرچینه وایي، په دې ښار کې ناپېژنده ټوپکوالو یو تن په ډزو وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکي صفت الله نن (سه شنبه، ۱۶ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې ناپيژنده وسله والو د یادې سیمې یو اوسیدونکی شمس الرحمن د خپل کور په مخ کې په ډزو وژلی دی.

نوموړي زیاته کړه، د پېښې عاملین د یادې سیمې د امنیتي حوزې د مسوولینو له لوري نیول شوي دي.

صفت الله وویل:«تیره شپه شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار فارم هډې سیمه کې ناپيژنده وسله وال راغلل او زمونږ یو کلیوال د شمس الرحمن په نامه کس یې د کور په مخ کې ویشتلی او عاملین یې د طالبانو له لوري نیول شوي هم دي.»

ولایتي ادارې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. تراوسه د یادې پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.