اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې پر نشه یي توکو روږدي ۱۰۲ کسان د درمنلې په موخه کابل ته ولیږدول شول.
د ننګرهار د عامې روغتيا رییس عطاالرحمن فاتح نن (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ننګرهار عامې روغتيا او امنې قوماندانۍ په هڅو جلال اباد ښار کې پر نشه يی توکو روږدي ۱۰۲ کسان د يو کمپاين په ترڅ کې راټول او د درملنې په موخه کابل ته د روږدو کسانو کمپلکس ته ولېږل شول.
د نوموړي په خبره چې دغه روږدي کسان به تر څلويښت ورځنۍ درملنې وروسته په ټولنه کې د سالم انسان په توګه عادي ژوند پيل کړي.
عطاالرحمن فاتح زیاته کړه: «د جلال اباد ښار له بیلابیلو برخو کې ۱۰۲ تنه چې پر نشه یي توکو روږدي وو، د درملنې په موخه کابل ته ولیږدول شول او هلته به دوی تر څلویښت ورځو پورې تر درملنې لاندې وي او بیرته به د یو سالم انسان په ډول ټولنه کې ژوند کوي.»
د تېر حکومت پرمهال هم له ننګرهار څخه سلګونه پر نشه یي توکو روږدي کسان کابل ته د درملنې په موخه انتقال شوي وو، خو له درملنې وروسته یې بیا نشه یې توکو ته مخه کړې.