اطلاعات روز: ننګرهار کې د کانال ریاست مسوولین وایي، د دې کانال د خرما بڼ حاصلات یې داوطلبۍ ته وړاندې کړي ول، چې د یو تن له خوا په نږدې یو مېلیون افغانیو وپېرل شول.
د ننګرهار د کانال رياست مرستيال مولوي معاذالله نن (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دوی د بيتالمال ساتنې او د عوايدو په شفاف ډول راټولولو ته ژمن دي او نن د ۱۹ داوطلبو له ډلې د نهو حاضرو داوطلبانو له ډلې احمد سبحان تر ټولو په لوړ قيمت ياده داوطلبي وګټله.
نوموړی وایي، د ننګرهار وادې کرنيز رياست اړوند خرما بڼ کې د خرما حاصل د ازادې او شفافې داوطلبۍ په ترڅ کې په نهه سوه شپږ زره افغانۍ وپلورل شو.
معاذالله زیاته کړه: «د ننګرهار د خرما بڼ چې هر کال داوطلبۍ ته ورکول کیږي، سږکال د ازادۍ داوطلبۍ له لارې د خرما یاد بڼ چې فارم هډه کې شتون لري، په نهه سوه شپږ زره افغانۍ وپلورل شو.»
د یادونې ده چې سږکال د خرما حاصل نږدې پنځلس ټنه اټکل شوی دی.