پاسپورټ ادارې مشر

د پاسپورټ ریاست سرپرست وټاکل شو خو کارونه لا نه دي پیل شوي

اطلاعات روز: طالبانو مولوي عالم ګل حقاني د افغانستان پاسپورټ ریاست عمومي چارسمبالی مشر په توګه وټاکه، خو لا هم د دې ریاست چارې پیل شوې نه دي.

پاسپورټ ریاست نن (دوشنبه، ۲۹ د وږي) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره کړې یوې خبرپاڼه کې د دې ریاست د مشر ټاکلو او د دې ادارې کارکوونکو ته یې د ورپېژندلو خبر ورکړ.

دغه خبرپاڼه وایي، د پاسپورت عمومي ریاست سرپرست رییس مولوي عالم ګل حقاني هېوادوالو ته د چوپړونو وړاندې کولو برخه کې د ژمنتیا او راتلونکو پلانونو په تړاو لنډې خبرې وکړې او کارکوونکو ته یې له فساد سره د جدي مبارزې او شفافیت د تامین په تړاو لازمې سپارښتنې وکړي.

د پاسپورټ ریاست خبرپاڼه وایي، د غونډې په پای کې د پاسپورت عمومي ریاست مرستیال حافظ عبدالخالق محمدي د کارکوونکو او رهبري په استازولي د دې ریاست د کارکوونکو د چمتووالي او ژمنتیا په تړاو نوي رییس او د وزارت رهبري ته ډاډ ورکړ.

دغه اداره زیاتوي، په مرکز کابل او ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ اوسمهال درېدلې ده.

پاسپورټ ریاست د دې ادارې د نوي رییس په اړه لیکلي چې مولوي عالم ګل حقاني د طالبانو یو عالم او تجربه لرونکی شخصیت دی چې د طالبانو لومړي حاکمیت په دوره کې د ملکي هوايي چلند اداري رییس، د هوټلونو د تصدۍ د عمومي رییس، د پکتیا او پکتیکا د ښاروال او په دې وروستیو کې د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.