عزیزالله فضلی

فضلي: د افغانستان پر کرکټ د بندیز هېڅ اندېښنه نشته

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وایي، چې د ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا له خوا پر افغان لوبډلې د بندیز لګېدو هېڅ ډول اندېښنه نشته دی.

ښاغلي فضلي نن (سه‌شنبه، ۳۰ د وږي) کرکټ بورډ کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کرکټ نړیواله شورا په خپلو پرېکړو کې خپلواکه او واکداره ده او څوک یې پرېکړې نه شي ننګولی.

له بلې خوا د کرکټ بورډ مشر وایي، په هر هېواد کې د نظامونو ادلون بدلون عادي خبره ده او په وینا یې چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا د دایمي غړیو هېوادونو سره یې د کرکټ ډیپلوماسي نورماله مخته روانه ده.

د هغه په وینا، له همدې امله افغانان باید د دې ادارې له خوا پر افغان لوبډلې د بندیز اندېښنه له سره لېرې کړي.

ښاغلي فضلي وویل:«ځينې رسنۍ داسې خبرې کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ باندې بندیز لګېږي، زه به نن تاسې په واضح ټکو پوه کړم چې هېڅ نوعه داسې تشویش نشته. ځکه د کرکټ نړیوالې شورا چې موږ ته دایمي غړیتوب راکړی، دا یې په تحفه کې نه دی راکړی، دا د افغانستان ملي لوبډلې یا د افغانستان ادارې په خپل زحمت دا شی لاس ته راوړی دی.»

نوموړي زیاته کړه، افغانستان یو له هغه لوبډلو دی چې ای سي سي پرې پوره باور او اعتماد لري. ده زیاته کړه ځکه افغان لوبډله هغه ټیم دی چې سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړي او د کرکټ ډګر کې یې د مینه‌والو توجه ځان ته رااړولې ده.

هغه وویل: «کله چې په یو ټیم باندې دومره پانګونه کېږي، بیا د کرکټ نړیواله شورا پوره واکداره ده، هغه یوه خپلواکه اداره ده او پرېکړې یې څوک نه شي ننګولی. نو هغه شی خوندی دی، هېڅ نوعه مشکل نشته، نه دې خلک دې خبرې ته هوا ورکوي او نه د تشویش وړ خبره ده.»

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي سرپرست مشر په توګه د نصیب خان حقاني ګمارنه چې پرون وشوه، ځینو خلکو پر دې ګمارنې نیوکې وکړې او دا یې یوه «سیاسي» ګمارنه وګڼله، خو نن ښاغلي فضلي په دې اړه وویل چې ښاغلی حقاني د دوی په وړاندیز چې په وینا یې دا د کرکټ بورډ د عمومي مشر واک دی، مقرر شوی دی.

هغه وویل: «اجراییه رییس زموږ په وړاندیز دې پوسټ ته راغلی دی. نه کوم چارواکي موږ ته راپېژندلی، نه کوم چارواکي پورې تړاو لري. خلک فکر کوي چې دا حقاني تخلص د یوې کورنۍ دی، خو داسې نه ده، بلکې حقانیه یوه مدرسه ده او هر څوک چې ترې فارغېږي بیا دا تخلص پر ځان ږدي.»

هغه وویل چې نصیب خان حقاني سرپرست اجراییه رییس دی او قانوني پروسه یې هم د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو پر بنسټ مخته ځي.

د کرکټ بورډ مشر د دې بورد وویل چې د دې بورډ غړي چې اته تنه دي، هم به ژر اعلان شي.

نوموړي وویل: «د بورډ غړیو دنده دا ده چې د کرکټ ادارې کومې غټې پرېکړې او پالیسي جوړوي، له دوی منظوري اخلي. پر همدې اساس چې کله غړي بشپړ شول، د اجراییه ریاست قانوني پروسه هم د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو پر اساس مخته ځي.»

د کرکټ بورډ مشر د دې بورډ د غوراوي کمېټه هم معرفي کړه. د ده په ټکو چې د دې کمېټې غړي به د کورني کرکټ او نورو ټولو لوبډلو د لوبغاړو غوراوی کوي.

میرویس اشرف، عبدالرشید ځدراڼ، نورالحق ملکزی، میر مبارز او عبدالله مزاري د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې غړي ګمارل شوي دي.

د ښاغلي فضلي په وینا، چې د لوبغاړو ټاکنه د همدوی کار دی خو زیاتوي چې دوی به د هرې لوبدلې هر لوبغاړی د څو معیارونو په لرلو سره انتخابوي. د ده په ټکو چې د غوراوي کمېټې د پالیسۍ مطابق درې څېزونه چې فټنس، د لوبغاړو ښه کارکردګي او ډیسپلین یا نظم مراعتول ډېر مهم دي.

دغه راز د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نړیوال جام ته د لوبډلې له تیاریو خبر ورکوي. نوموړی وایي چې ننګرهار او کابل کې یې لوبډلې ته روزنیز کمپونه او لوبې پر لاره اچولي دي. د ده په وینا چې په دې کې به لوبغاړي فلټر کېږي او ترې وروستی ۱۵ کسیزه سکواډ به د ا فغانستان غوراوي کمېټه او روزونکي او لوبډلمشر په خوښه وروستی کېږي.