کلدارې راکړه ورکړه

په کلدارو د راکړې ورکړې بیاځلې زیاتېدل؛ طالبان: افغانۍ موږ ته ځانګړی ارزښت لري

خبریال: حبیب الله سراب

د سوېل ختيځ زون په دریو ولایتونو  پکتيا، خوست او پکتيکا کې کې د نظام له سقوط وروسته بیا خلکو په پاکستانۍ کلدارو باندې راکړې ورکړې ته مخه کړې، خو د مخنیوي لپاره یې طالبانو د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

د یادو ولایتونو اوسېدونکي او هټيوال وايي، د طالبانو په راتګ سره په بازارونو کې راکړه ورکړه او نورې سوداګريزې معاملې د افغانيو پر ځای په کلدارو تر سره کېږي او د مخنیوي لپاره یې د جدي اقدام غوښتنه کوي.

طالبان بیا وايي، افغانۍ ورته ځانګړی ارزښت لري او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د د نورو هیوادونو په پیسو راکړه ورکړه وکړي.

دوی له هټيوالو او خلکو هم غوښتنه کوي، چې د نورو بهرنيو کرنسيو پرځای باید افغانۍ وکاروي.

د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې چې له دې وړاندې په کې د توکو پلور او پېر  په افغانیو ترسره کېده، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ځای تر ډېره پاکستانۍ کلدارو نیولی دی، چې دې مسلې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د ګردېز ښار یو تن هټۍ وال سیدالرحمان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د تېر نظام پر مهال د نورو هیوادونو په تېره بیا په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه جدي منعه شوې وه او په خبره یې چې چا نه شوای کولی، تر څو له افغانیو پرته په نورو پیسو پېر او پلور ترسره کړي، خو اوس د نه څار له امله بیا خلکو پاکستانۍ کلدارو ته مخه کړې ده.  

هغه وايي: «دکلدارې رواج د اندېښنې وړ ده، بايد مخه یې ونیول شي، اوس يې ډېر توپير کړی، ځکه مخکې خو ټولې افغانۍ وې، اوس نيمې کلدارې نيمې افغانۍ دي، کله چې راشي ورته افغانۍ کوو يې خو زیاتره خلک د افغانیو پر ځای مونږ ته کلدارې راوړي، پخوا مونږ دا جرت نه شوای کولی، چې په پاکستانۍ کلدارو توکي خرڅ یا واخلو.»

طالبان بیا وايي، افغانۍ ورته ځانګړی ارزښت لري او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د د نورو هیوادونو په پیسو راکړه ورکړه وکړي.

عيسی خان بل هغه هټۍ وال ده، چې پلور یې د افغانیو پر ځای اوس په کلدارو زیات کیږي، نوموړی وايي، د طالبانو له راتګ وړاندې په ګردېز ښار کې د پاکستانۍ کلدارو چلښت د پام وړ راکم شوی و او خلک هم له خپلو  پیسو  سره عادت شوي و، خو اوس بیا د ځینو لرې پرتو سیمو اوسیدونکي ښار ته پاکستانۍ کلدارې راوړي، چې د افغانیو په راکړه ورکړه یې سیوری غوړولی دی.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وايي: «مخکې کلدارې نه راتلې اوس پيل شوې دي، د ولسمشر اشرف غنې د حکومت په وخت کې چارواکو کلدارې بندې کړې، له هغه وروسته چا کلدارې نه راوړې، هلته يې جدي بندې کړې وې، اوس څه وخت کېږي کلدارې شروع شوې دي او زیاتره مونږ ته د لرې پرتو سیمو خلک کلدارې راوړي، که د دې لپاره په لومړي سر کې د مخنیوي هڅې ونه شي، نو وروسته یې مخه نیول ستونزمن کیږي.»

د پکتيا په ګاونډ کې پروت په پکتیکا ولایت کې هم د حکومت له ړنګېدو وروسته د بهرنیو اسعارو چلښت زیات شوی، هلته هم خلک او هټۍ وال زیاته راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کوي.

د دې ولايت اوسېدونکي وايي، په تېره يوه مياشت کې د مرکزي ښارونو په ګډون په ولسواليو کې د افغانيو پرځای د کلدرو چلښت زيات شوی.

دوی له اوسنۍ ادارې غواړي، چې د افغانيو د ارزښت ساتلو او دودولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکی خیرالله خیر خوا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که خلک له خپلو اسعارو استفاده ونه کړي، نو د افغانیو ارزښت به لا ټیټ او د ورکېدو له ګواښ سره به مخ شي.

د پکتيا په ګاونډ کې پروت په پکتیکا ولایت کې هم د حکومت له ړنګېدو وروسته د بهرنیو اسعارو چلښت زیات شوی، هلته هم خلک او هټۍ وال زیاته راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کوي.

نوموړی زیاتوي، که طالبان د پاکستانۍ کلدارو د مخنیوي لپاره لاس په کار نه شي، نو افغانان به د افغانیو ملي هویت له لاسه ورکړي.

خیرخوا په دې اړه وویل: «اوس که و وايو لويه سلنه خلک، سوداګريزې معاملې، راکړه ورکړه او ورځني لګښتونه په کلدارو کوي، له دولت نه مو هيله داده، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، که دا حالت چې اوس یې مونږ وینو، دوام وکړي، نو افغانان به د افغانیو همدا ملي هویت له لاسه ورکړي.»

 بل خوا د دې زون په خوست ولایت کې د یاد ولایت یو تن اوسېدونکي خلیل ګربز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې هيټوال پېر او پلور په افغانيو کوي، خو په خبره یې چې د موټرو سوداګرۍ د پخوا په څېر په پاکستانۍ کلدارو تر سره کېږي.

هغه وویل: «په بارګينو کې لکه مخکې مې چې وويل راکړه ورکړه په کلدارو وي پخوا هم په کلدارو وه اوس هم په کلدارو تر سره کېږي، ولې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د وړو توکو پېر او پلور بیا تر اوسه په خپلو افغانیو خلک کوي.»

په پکتيا کې د طالبانو له خوا د د اطلاعاتو فرهنګ رياست مسوولين وايي، طالبان د افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره ژمن دی او ټولو سوداګرو او هټيوالو ته يې سپارښتنه شوې، چې پېر او پلور په افغانيو تر سره کړي.

 بل خوا د دې زون په خوست ولایت کې د یاد ولایت یو تن اوسېدونکي خلیل ګربز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې هيټوال پېر او پلور په افغانيو کوي، خو په خبره یې چې د موټرو سوداګرۍ د پخوا په څېر په پاکستانۍ کلدارو تر سره کېږي.

د دې ولایت د اطلاعات فرهنګ رئيس عبدالخالق احمدزي اطلاعات روز ته وويل، چې دوی ته افغانۍ ځانګړی ارزښت لري او د نورو هیوادونو د اسعارو استعمال مخنیوي لپاره به هڅې وکړي.

ښاغلی احمدزی وايي: «په هيڅ ډول به اجازه ورنه کړل شي، چې د ګاونډيانو او نورو بهرنيانو کرنسۍ دلته رایج شي، په دې اړه پاليسه داده، ټولو دوکاندارنو او ولس ته سپارښتنه شوې، چې له خپلو افغانيو څخه ګټه واخلي، ځکه افغانۍ مونږ ته ځانګړی ارزښت لري.»

په سویل ختیځ زون کې تېر حکومت او ولسي خلکو د افغانیو رایج کولو لپاره زیاتې هڅې وکړې، چې تر ډېره یې نتیجه هم مثبته وه، هماغه وخت په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه د پام وړ راکمه شوې وه، خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په بهرنیو اسعارو بیا سر راپورته کړی او لیدل کیږي، چې خلک له افغانیو زیات پېر او پلور په پاکستانۍ کلدارو کوي. يږي.