مزدوران

د کار په لټه هره ورځ لسګونه ځوانان له هلمند بهرنيو هېوادونو ته قاچاقي ځي

اطلاعات روز: واک ته د طالبانو رسېدو سره سم په ټول هېواد کې خلک د کار د نه شتون سره مخ شوي دي. هلمند کې د کار په لټون هره ورځ لسګونه ځوانان بهرنيو هېوادونو ته ځې، ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله حلاله روزي په لاس راوړي.

د هلمند د مرکز لښګرګاه اوسيدونکو د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې که حکومت د وزګارتيا له منځه وړلو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي نو ډير شمېر پاتې په تعليم سمبال ځوانان به بهرنيو هېوادونو ته مخه کړي.

د لښګرګاه يوه اوسيدونکي احمد وويل، د طالبانو په راتګ سره په دغه ولايت کې امنيت تامين شوی دی او د جګړو کچه هم ورسره صفر ته ټيټه شوې ده خو ډير خلک بيکاره شوي دي او هېڅ کار روزګار نشته.

د احمد په خبره ډېر کسان چې لوړې زده کړې هم لري او په تېر حکومت کې يې په لوړو بستونو کې دندې ترسره کړي دي اوس د بيکارۍ او غربت له امله په قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه ايران هېواد ته يې مخه کړې ده.

هغه وايي د طالبانو په راتګ سره امنیت ټینګ شوی خو کار ورک شوی او خلک هره ورځ لوږه ګواښي.

هغه زیاتوي: «موږ زيات خوشحاله يو چې په امن کې ژوند کوو خو ډير کسان اوس بهرنيو هېوادونو ته ځي ځکه کار دلته نشته ما ډير خلک ليدلې چې په مخکي حکومت کې به يې مهمه دنده درلوده خو اوس بيکاره شوي وي ځکه بي  پيسو ژوند نه کيږي او اړ کيږي چې بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.»

غلام فاروق چې مخکې يې په ښوونځي کې د صفاکار دنده ترسره کوله، د سياسي تحولاتو په رامنځته کيدو سره د خپلو تيرو تنخواګانو برخلیک ته انديښمن دی.

هغه وايي د طالبانو په راتګ سره په هلمند کې د ناامنۍ کچه صفر شوې ده خو په خبره يې چې د څو مياشتو امتياز يې پر دولت پاتې دی او نور د خوړو اخيستلو لپاره هيڅ نه لري.

نوموړي وويل که دولت يې امتيازات نور هم وځنډوي، اړ کيږي چې د نورو ځوانان په څير دی هم بهرنيو هېوادونو ته په مزدورۍ پسې ولاړ شي.

د غلام فاروق په خبره د کورنۍ د څلور تنو غړو ساتنه يې په خپل مياشتي معاش کوله.

ده زياته کړه: «زه مخکې دلته په ښوونځي کې چوکيدار ومه، ۷۰۰۰ افغانۍ معاش مې اخیستی خو اوس معاشونه بند شوي دي د ډيرو دوکاندارانو پورونه راباندي پاتې دي. دلته خو کار نشته موږ اړ يو چې بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شو په افغانستان کې روزانه هم نه پیداکيږي خلک ټول بیکاره شوي دي.»

د هلمند چارواکو تازه د ځوانانو د وزګارتيا په اړه څه نه دي ويلي خو د طالبانو چارواکو له دولتي کارکوونکو غوښتنه کړې ده چې خپلو دندو ته ستانه شي او دوی هڅه کوي چې دولتي کارکوونکو ته د هغوي پاتې تنخواګانې ورکړي.