اطلاعات روز: بادغیس ولایت کې د طالبانو ډلې سیمهییز چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز قلعهنو کې یو ځوان د خپلې میرمنې له خوا ځړول شوی دی.
بادغیس کې د طالبانو د فرهنګې برخې مسوول بازمحمد سروري اطلاعاتو روز ورځپاڼې ته وویل چې دا پيښه تېره پنجشنبه شپه د(تلې په ۱۵مه) د قلعه نو ښار څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د دې پيښې په تړاو د هغه د میرمنې په ګډون درې کسان نیول شوي دي. دوه نور نیول شوي د ښځې ورور او نیکه ده.
په بادغیس کې د طالبانو دې مسوول د دې پيښې انګیزه (کورنۍ ستونزې) یادې کړې دي.
د بادغیس روغتیایي سرچینې هم تاییدوي چې د دې ځوان سړي مړی د بادغیس ولایتي روغتون ته وروړل شوی دی.