خوست

طالبانو خوست کې ۱۴ داعشیان چې د لویو بریدونو تابیا یې لرله نیولي

اطلاعات روز: خوست کې طالب چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د داعش ډلې ۱۴ هغه غړي نیولي چې د لویو بریدونو پلان یې درلود.

د خوست والي محمد نبي عمري پرون (جمعه، ۱۶ د تلې) رسنيو ته ويلي، چې په دې ولايت کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د داعیش يا اسلامي ډلې ۱۴ غړي چې په خوست ښار کې يې د لويو بريدونو پلان درلود، نيولي او د هغه په خبره چې يادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

عمري زياته کړې چې نيول شويو کسانو په څېړنو کې هغه اشخاص هم ور په ګوته کړي، چې د دوی مالي او تسليحاتي ملاتړ يې کاوه.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې په سويل ختيځ زون کې د داعش ډلې د کسانو شتون او نيولو خبر ورکول کيږي.