کونړ

کونړ کې چاودنې شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وژلی

اطلاعات روز: کونړ ولایت کې ماین چاودنې شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کونړ کې روغتیایي سرچینه اطلاعات روز ته وایي، نن (پنجشنبه، ۲۲ د تلې) سهار شاوخوا لس بجې كونړ مرکز اسداباد ښار «کرهالې» پل سره څېرمه د طالبانو پر رینجر موټر چاودنه شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه چاودنه د یاد ولایت شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ټاکل شوي امنيه قومندان په رينجر موټر شوې ده.

د کونړ مرکزي روغتون دغې سرچینې په چاودنه کې د طالبانو د شيګل امنيه قومندان وژل شوی او د پنځو طالبانو په ګډون یوولس تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو هم منلې ده چې چاودنه شوې. د طالبانو یوې ځایي امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز وویل، چې یو طالب وژل شوی دی او يو څو نور ټپیان شوي دي.

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.