اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د هغه سرتيري جسد موندل شوی، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو په نوم وسله والو کسانو له کوره بیولی و.
وژل شوی کس «احسان الدين» نوميږي، چې په تېر نظام کې د سرحدي ځواکونو سرتېری و.
د مندوزيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي خان محمد اطلاعات روز ته وويل، چې احسان الدين پنځه ورځې وړاندې له خپل کوره څو تنو وسله والو چې ځانونه یې د طالبانو غړي ور معرفي کړي و، له کوره تر ايستلو وروسته يې وژلی او جسد يې د صحرا په نوم سيمه کې پيدا شوی دی.
د خوست امنيه قوماندانۍ تر اوسه د هغه د وژنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
احسان الدين د خوست ولايت اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د بهرام خېلو سيمې اوسيدونکی و.
تېره ورځ هم په ياد ولايت کې د يو ځايي شاعر او ليکوال هيله مند ژوندي جسد په داسې حال کې پيدا شوی و، چې د نامالومو وسله والو له خوا په ډزو سره وژل شوی و.