واکسین

طالبانو په لومړي ځل ارزګان کې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړه

اطلاعات روز: ارزګان کې طالبانو ۱۵۰ زره هغه ماشومانو ته د واکسين د ورکولو اجازه ورکړه چې مخکې يې ورباندې بنديز لګولی و.

کلونه کيږي چې په ارزګان کې طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې کور په کور د واکسين تطبیق ته اجازه نه ورکوله چې له امله به یې د پوليو د واکسین له هرې دورې څخه ۱۵۰ زره ماشومان بې برخې کيدل.

د ارزګان روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې طالبانو په لومړي ځل دوی ته اجازه ورکړې ده چې په ټول ولايت کې کور په کور پر ماشومانو د پوليو واکسين پلې کړي.

د ارزګان په عامي روغتيا رياست کې د واکسين د برخې ولايتي مسول سيف الدين همنوا نن (پنجشنبه، ۶ د لړم) اطلاعات روز ته وويل تر دې به د پوليو د واکسين په هر دوره کې د يو لک او ۹۰ زره ماشومانو له ډلې څخه کم شمير د ياد واکسين څخه برخمن کيدل چې ورسره په دغه ولايت کې د پوليو د پيښو شمير هم لوړ وو.

هغه وايي اوس ورته د عامې روغتيا وزارت لخوا اجازه ورکول شوې ده چې د ارزګان په ټول ولايت کې کور په کور پر ماشومانو دغه واکسين تطبیق کړي، چې اوس دوی د واکسين د رضاکارانو د استخدام په پروسه بوخت دي.

سيف الدين همنوا وويل چې په تيرو وختونو کې د طالبانو د بنديزو له امله به هغوی تر واک لاندې سيمو کې دوی د پوليو د مثبتو پيښو د رامنځته کيدو څخه هم ناخبره ول.

دغه مسول ډاډ څرګند کړی که کور په کور په ارزګان کې پر ماشومانو واکسين پلې شي ورسره به په ارزګان کې د پوليو پيښو د رامنځته کيدو کچه صفر ته ټيټه شي.

همنوا وايي: «په تيرو کلونو کې طالبانو د واکسين د رضاکارانو ډلې ته اجازه نه ورکول چې د دوی تر واک لاندې سيمو کې پر ماشومانو کور په کور واکسين ورکړي، د طالبانو د دغه بنديز له امله به ۱۵۰ زره ماشومان په هر دوره کې پاته کيدل پس له ډيره وخته چې اوس هغوي واکسين ته اجازه ورکړې ده د د خوشحالی خبر دی. دغه اوس مو د رضاکارانو په استخدام بوخت يو انشاالله په ټول ولايت کې به کور په کور د واکسين رسولو پروسه ترسره شي چې په دي سره به هيڅ ماشومان ددغه واکسين څخه محروم پاته نه شي کله چې طالبانو بنديز لګولی وه هغه مهال به د پوليو د مثبتو پيښو د رامنځته کيدو څخه هم موږ نه خبريدو.»

ارزګان خلک د حکومت د دغې پريکړې هرکلی کوي چې کور په کور پر ماشومانو د پوليو د واکسين تطبیق ته اجازه ورکول شوې ده.

د سيد رحيم په نوم د ارزګان يو اوسيدونکی چې مخکې یې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ژوند کوو او د دوی سيمې ته واکسین نه رسيدلی وایي چې يو نږدې خپلوان يې د فلج په دايمي ويروس اخته شوی دی.

هغه وايي که حکومت پر شرایطو برابر ماشومان باندې د پوليو واکسين پلي کړي ورسره به د پوليو د پيښو کچه ټيټه شي.

سيدرحيم وويل: «زموږ په سيمه کې زما هيڅ نه پیاد کيږي چې ماشومانو ته دې واکسين ورکول شوی وی زما يو د ماما زوی وه کوچنی ماشوم وه فلج سو اوس هم پر کور ورته ناست دی، که زموږ سیمې ته هم د پوليو واکسين راورسيږي په دې سره به بیا دلته ماشومان د پوليو په ويروس نه اخته کيږي.»

ددغې سيمي يوه بل اوسيدونکي شاولي بیا د خلکو څخه وغوښتل چې واکسين د رضاکارانو سره مرسته وکړي ترڅو هغوی ټولو ماشومانو ته دغه واکسين ورسوي.

نوموړی وايي که ماشومان ددغه واکسين څخه بي برخې پاتې شي دوی انديښنه لري چې په ارزګان کې به د پوليو زياتې مثبتې پېښې رامنځته شي.

نوموړی وایي: «ستاسو د رسنيو له لارې به موږ اوريدل چې هره ورځ به په ارزګان کې د پوليو د مثبتو پيښو خبرونه وه د دغو پيښو د رامنځته کيدو لامل دغه وه چې زموږ په ډيرو سيمو کې پر ماشومانو د پوليو واکسين ته پلي کيدلی خو اوس چې ټولو سيمو ته د پوليو واکسين رسيږي انشاالله د نورې نړۍ په ډول به زموږ په سيمو کې هم د پوليو دغه ناوړه ويرس ختم شي، خلک هم باید د واکسين د رضاکارانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.»

له افريقايي هیواد نايجريا څخه د ګوزڼ ناروغۍ تر پاکيدو وروسته د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي، چې لاهم په کې د پوليو وحشي ويروس پاتې دی.

تیر ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو ۵۶ مثبتې پیښې ثبت شوي او دا فلج شوي زياتره هغه ماشومان دي، چې د ګوزڼ ضد واکسين يا ورته هيڅ نه دي شوي او يا يې بشپړ نه دي اخيستي.

روغتیايي مسوولین وايي چې تیر میلادي کال هم د ګوزڼ تر ټولو زیاتې پېښې په هغو سیمو کې وې چې له اوږدې مودې راهیسې ماشومان د یاد پروګرام له لارې د ګوزڼ له واکسین څخه محروم پاتې شوي وو.

دافغانستان سويلي ولايتونو د هېواد د هغو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې د پوليو مثبتې پېښې په کې زياتې رامنځته کيږي.