اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، یونیسف موسسې هوکړه کړې چې د افغان ښوونکو معاشونه ورکړي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۹ د لړم) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف سره یې خبرې کړي او هغوی هوکړه کړې چې افغانستان کې د ښوونکو معاشونه به ورکوي.
ښاغلي مجاهد وویل، دغه موسسه به د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان سره له مرسته شویو پیسو افغان ښوونکو ته معاشونه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې افغان ښوونکو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونکو د معاشونو نه ترلاسهکېدو له امله اعتراضونه پیل کړي.
له دې ولایتونو یو هم کندهار ولایت دی چې ښوونکو په کې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره لاریون او کاري اعتصاب وکړ او د ښوونځیو دروازې یې وتړلې.
اخوا بیا ارزګان ولایت کې هم د نجونو د یوازیني ښوونځي ښوونکو د معاشونو نه شتون له امله د دې ښوونځي دروازې وتړلې.