اطلاعات روز: په مرکز ګردېز کې د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «عبدالله کلا» سیمه کې د دوو میرمنو جسدونه په داسې حال کې موندل شوي، چې په ډزو سره وژل شوې دي.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقيار احمدزي نن (شنبه، ۲۲ د لړم) اطلاعات روز ته وويل، چې وژل شوې دواړه ښځې د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ اوسیدونکې دي.
نوموړی زياتوي، چې د طالبانو نظامي کسانو د دې پېښې پلټنې لپاره څېړنې پيل کړې دي.
تر اوسه لا نه ده مالومه چې دا مېرمنې څه کاره وې او په مرموز ډول د چا له خوا او ولې وژل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پکتيا په ځينو سيمو کې د نامالومو وسله والو له خوا ځينې کسان په مرموز ډول وژل کيږي، چې دې پېښو خلک او د تېر نظام کارمندان اندېښمن کړي دي.