پکتیکا کې قومي مشر وژل شوی

پکتيکا کې قومي مشر «نور محمد يحيی» ناڅرګنده وسله‌والو وژلی دی

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت يحيی خېلو ولسوالۍ اړوند په «يحيی» سيمه کې د «نور محمد يحيی» په نوم يو تن مشهور قومي مشر د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو سره وژل شوی دی.

د وژل شوي قومي مشر د کورنۍ يو تن غړي، چې د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم له څرګنده ولو ډډه کوله، له اطلاعات روز سره په ټیلیفوني خبرو کې وويل، چې نور محمد وړمه ورځ ناوخته (پنجشنبه، ۲۷ د لړم) خپل کور مخې ته په ډزو سره ووژل شو.

په همدې حال کې بيا د پکتيکا امنيتي مسوولين هم د قومي مشر وژل کېدل تاييدوي. د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مولوی فاتح الله وايي، چې په دې پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره يې څېړنې پيل کړې دي.

د ځايي خلکو د مالوماتو له مخې چې قومي مشر نور محمد په تېر نظام کې د حکومت پلوی هم بلل کېده، يحيی خېل د پکتيکا هغه ولسوالۍ ده، چې ډیری خلکو يې د جمهوري نظام په ملاتړ له امنيتي ځوکونو سره په ګډه د وسله والو طالبانو خلاف وسله هم پورته کړې وه.