ګردېز ښاروالي

د ګردېز ښاروالۍ د عوایدو ۴۰ سلنه لوړېدل؛ مسوولین یې لامل د فساد مخنیوی بولي

خبریال: حبیب‌الله سراب

د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېرو دریو میاشتو کې د ښاروالۍ په عوایدو کې «۴۰ » سلنه ډېروالی راغلی دی، د دوی په وینا په ښار کې یې د ښاروالۍ اړوند د عوایدو ټولې سرچینې فعاله کړې او له خلکو په خپل وخت پیسې را جمع کوي.

د ګردېز ښاروال مولوی شریف الله الهام اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې د فساد مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د نوموړي په وینا په ښار کې یې د عوایدو هغه سرچینې هم بیرته فعاله کړې، چې په تېر نظام کې به یې له هټۍ والو د فساد او اړیکو له امله نشوی کولی، چې د ښاروالۍ اړونده عواید یې تر لاسه کړي وای.

هغه وویل: «مونږ په تېرو دریو میاشتو کې عواید لوړ کړي دي، چې لامل یې یو خو د فساد مخ نیول شوې او بل په تېر کې به شاید د وخت مسوولینو د فساد، زور واکۍ او اړیکو له امله نه شوای کولی، چې له هټۍ والو د ښاروالۍ پیسې ورکړي، نو اوس مونږ په دې کې پوره شفافیت راوستلی دی او هیچاته به د فساد کولو موقع ورنه کړو.»

د ګردېز ښاروال مولوی شریف الله الهام اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې د فساد مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

ښاغلي الهام همدا راز زیاته کړه، چې دوی په ښار کې دننه د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ په موخه قصابانو، ګل پروشانو، سبزي خرڅونکو او ځینې نورو هټۍ والو ته مشخص ځایونه جوړ کړي او په هماغه ځایونو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي وویل: «ښاروالۍ نه یوازې دا چې عواید یې لوړ کړي، بلکې مونږ له زیاتو خنډونو وروسته د ښار له داخل څخه چې ګډ وډي یې هم جوړه کړې وه او د ښار په چټلۍ کې هم ښکېل و، لکه قصابان، ګل پروشان، سبزي پروشان او داسې نور مشخصو ځایونو ته انتقال کړي او لاهم په دې هڅه کې یو، چې مخ په وړاندې لاړ شو، تر څو د ګردېز ښار پاک او منظم ښار شي.»

د ګردېز ښاروالۍ له لوري د عوایدو او د ښار د منظم کېدو وروستي اقدامات د ښاریانو له هرکلي سره هم مخ شوي او وايي، د ښار په داخل کې تر ډېره بریده د بې نظمیو مخه نیول شوې ده، د مرکز ګردېز اوسېدونکي مینه ګل اطلاعات روز ته وویل، چې دوی له دې وړاندې په ښار کې د چټلیو، بېروبار او نورو ستونزو له امله ښار ته د راتګ زړه نه ښه کاوه، د هغه په خبره چې د ښار له منځه د قصابانو، سبزي پروشانو، موټرسایلکل جوړونو او نورو په انتقال ښار کې تر ډېره منظم سیستم رامنځته شوی دی.

هغه وویل: «مونږ د ښاروالۍ دا اقدام بلکل ستایو، په تېر حکومت کې ښاروالۍ د زور واکانو له امله په دې ونه توانېده، چې قصابان یې له ښاره ایستلي وای، اوس نه یوازې قصابان ایستل شوي بلکې د سبزي پروشانو لپاره هم مناسب ځای جوړ شوی دی.»

د ګردېز اوسېدونکي د ښاروالۍ له اقداماتو خوښ دي او وایي چې ښار کې بې نظمي کمه شوې ده.

مدني فعال خان زمان بیا د عوایدو په زیاتېدو خوښ دی، هغه اطلاعات روز ته وویل، چې په تېر حکومت کې د ښاروالۍ نیمه برخه عواید شخصي جیبونو ته تلل، نوموړی له طالبانو په دې برخه کې د لا جدیت غوښتنه کوي او وايي، د ښار لا نظم لپاره باید له هټۍ والو او نورو زور واکانو سره له قانوني لارو کار واخیستل شي.

زمان وویل: «ستونزه په تېر حکومت کې د ښاروالۍ د مسوولینو دا وه، چې هغوی یوازې په مظلومو ګاډۍ چلوونکو قانون پلې کاوه او یا به یې په زور واکانو زور نه رسېده او یا به یې هم ورڅخه رشوت اخیسته، نو اوس چې عواید هم لوړ شوي، ډېره ښه خبره ده او باید لا نور جدي ګامونه واخیستل شي.»

په همدې حال کې بیا د ګردېز ښار یو تن هټۍ وال شاداب خان په ښاروالۍ نیوکه کوي، چې له وخت وړاندې یې په دوی فشار را وړ، چې د خرڅلاو توکي اړونده ځای ته انتقال کړي، کوم چې د هغه په وینا اوس یې د پخواني ځای په شان مشتریان خورا کم شوي دي.

نوموړي داسې وویل: «مونږ ته ډېر کم وخت راکړل شوی و، چې باید خپل د دوکانونو توکي دلته را انتقال کړو، په دې ځای کې مونږ پوره چمتوالی هم نه درلود، کوم مشتریان چې مونږ په پخواني ځای کې درلودل، اوس دلته نشته او د خپل دوکان کرایه هم نه شو پوره کولی، نو پکار دا وه، چې ښاروالۍ باید وخت را کړی وای.»

نه یوازې دا چې د ګردېز ښاروالۍ د عوایدو لوړېدل د خلکو له هرکلي سره مخ شوي، بلکې د ښار د ځینو سړکونو بیارغونه، د لویو او کوچینو لارو خلاصون او د ښار پاکوالي ته پاملرنه هغه څه دي، چې ښاریان یې مثبت ګام بولي.