زرمتیان

پکتیا کې د زرمت قومي مشرانو پرېکړه کړې چې په لوڼو لوړ ولور نه اخلي

اطلاعات روز: ښايي د پکتیا په ځینو نورو سیمو کې هم د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره هڅې شوې وي، خو زرمت کې بیا ځايي مشرانو پریکړه کړې، چې د انجونو په سر به زیات ولور نه اخلي او له تړون سره سم به د خوښیو په مراسمو کې ټاکلې اندازه مصارف کوي.

د دې ولسوالۍ قومي مشران وايي، د تړون له مخې یې ولور ۳۵۰ زره افغانۍ ټاکلی او ترڅنګ یې د هغو بې ځایه مصارفو د مخنیوي لپاره هم اندازه ټاکل شوې، چې له دې وړاندې به یې د زوم کورنۍ ته سرخوږی جوړ کړی و.

د زرمت ولسوالۍ قومي مشر مولوي عبدالصمد وايي، له دې وړاندې یې په سیمه کې د ځینو نورو ناوړه دودونو ترڅنګ د انجلی په سر ۱۲۰۰ سوه زره یا هم ۱۵۰۰سوه زره افغانۍ اخیستل کېدې، چې د نوموړي په وینا د زوم د کورنۍ لپاره یې پوره کېدل اسانه کار نه و، هغه زیاتوي، چې اوس دوی په ګډه تړون کړی، چې ولور به له ۳۵۰ زره افغانیو پورته نه اخلي او د سرغړونې په بدل کې به د انجلۍ کورنۍ قومي ناغه پرې کوي.

هغه وویل: «مونږ دلته په زرمت کې پخوا ډېرې ټولنیزې ستونزې درلودې، ځینې داسې دودونه هم مروج و، چې نه له افغانیت سره سم و او نه هم ورته اسلام اجازه ورکوله، خو د شکر ځای دی، چې ورځ تر بلې د دې ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي، دا دی تازه مونږ قومي پرېکړه کړې، چې ولور به له ۳۵۰ زره افغانیو زیات نه اخلو او هم به مصارف راکمو.»

د دې ولسوالۍ قومي مشران وايي، د تړون له مخې یې ولور ۳۵۰ زره افغانۍ ټاکلی او ترڅنګ یې د هغو بې ځایه مصارفو د مخنیوي لپاره هم اندازه ټاکل شوې، چې له دې وړاندې به یې د زوم کورنۍ ته سرخوږی جوړ کړی و.

د یادې پراخ نفوسه ولسوالۍ یو بل قومي مشر  عبدالرحمان بیا اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی د شوې پریکړې له مخې ناغه هم ټاکلې ده، د هغه په وینا که هرې کورنۍ له شوي قومي تړون سرغړونه وکړه، قوم ته به ناغه پرې کوي.

 نوموړی وايي، په تېر کې د ناوړه دودونو له امله کورنۍ ستونزې هم ډېرې وې، چې ځینې وخت به د خوښیو په مراسمو کې د راپورته کېدونکو مسایلو له امله تاوتریخوالی رامنځته کېده.

عبدالرحمان وايي: «مونږ په دې تړون کې له ټولو کورنیو لاسلیکونه راټول کړي، چې له پریکړې به سرغړونه څوک نه کوي او که چا سرغړونه وکړه، هغه به ناغه کیږي، بله مسله داده، چې پخوا د دې ناوړه دودونو له امله د کورنیو ترمنځ ستونزې هم رامنځته کېدې، په مصارفو به مشکلات راتلل او هتا جګړې به رامنځته شوې.»

ځايي خلک وايي، دا ډول پریکړې نه یوازې د اقتصادي ستونزو مخنیوي لپاره ښه ګام بلل کیږي، بلکې ځوانان به نور دې ته مجبور نه شي، چې په مرګونو لارو د ولور او نور بې ځایه مصارفو د پوره کولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي.

دوی د دې تړون په کلک پلې کېدو او نورو سيمو ته يې پر غځولو ټينګار کوي.

د رحمت الله په نوم یو ځوانان اطلاعات روز سره په خبرو کې ښه نکاح هغه بولي، چې ولور یې کم وي، د هغه په خبره، چې د جګ ولور او نورو بېځایه مصارفو د پوره کېدو لپاره ډیری ځوانان مجبوریږي، چې په قاچاقي لارو بهر ته لاړ شي او یا هم په داخل د هیواد کې شاقه کارونو ته اړ ایستل کیږي.

رحمت الله وايي: «اسلام دا منع کړی، چې تاسو په خپلو لوڼو زیاتې پیسې مه اخلئ، یعنې خپلې لوڼې مه خرڅوئ، نو ولې دې یو څوک له اسلامي چوکاټ پښه واړوي، دا خو یې یو اړخ شو، بله منفي پایله یې دا ده، چې ځوانان مو له مشکلاتو سره مخ کیږي، هغوی اړ دي، چې د دې ولور د پوره کولو لپاره پسې بهر ته په قاچاقي لارو لاړ شي.»

ځايي خلک وايي، دا ډول پریکړې نه یوازې د اقتصادي ستونزو مخنیوي لپاره ښه ګام بلل کیږي، بلکې ځوانان به نور دې ته مجبور نه شي، چې په مرګونو لارو د ولور او نور بې ځایه مصارفو د پوره کولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي.

مدني فعال او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی نور احمد د قومي مشرانو دا اقدام ستايي او ټینګار کوي، چې د عملي کېدو لپاره دې ورڅخه کلکه څارنه وشي، د نور احمد په خبره، چې مشران دې دا لړۍ د پکتیا نورو سیمو ته هم وغځوي، تر څو په ټوله پکتیا کې خلک د لوړ ولور له اخیستلو او بېځایه مصارفو کولو ژغورل شوي وي.

ښاغلي احمد په دې اړه داسې وویل: «مثبت ګام دی، چې د زرمت خلکو پورته کړی، مونږ هیله لرو، چې دوی باید دا پیغام د پکتیا د نورو قومونو له مشرانو سره شریک کړي، تر څو هغوی هم په خپلو سیمو کې ورته پریکړې او تړونونه وکړي، چې په دې سره به ولور کم شي او په مراسمو کې به یې بېځایه مصارف نه کیږي.»

د لوړ ولور مسله نه یوازې دا چې د زوم کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د واده په مراسمو کې کېدونکي مصارف یې بله هغه موضوع ده، چې ورته غاړه اېښودل خوار سخت کار دی. په تېر نظام کې د ځینو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځینه فعالانو او بعضې نورو بنسټونو له لوري په ټولنه کې، د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وشوې، خو د پام وړ مثبته نتیجه یې نه درلوده.