داعش

ننګرهار کې سل داعش وسله‌وال طالبانو ته تسليم شول

اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت د ملي امنيت رياست ته د دغه ولايت د قومي خلکو په منځګړتوب سل تنه داعش وسله وال تسليم شول او ژمنه يې وکړه چې نور به له دغې ډلې سره هېڅ ډول اړيکې نه ساتي.

د ننګرهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، یادو وسله والو ته يې د دوی د مشر د حکم په اساس بښنه کړې او د قومي مشرانو په منځګړیتوب يې د ځينو شرایطو پر بنسټ د دوی تسليمي په مشروط ډول منلې ده.

ياد کسان د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پر خپلو تېرو کړنو پښېمانه او ډاډ يې ورکړ چې بيا به داعش سره نه يوځای کیږي.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډاکټر بشير وايي، نن (سه‌شنبه، ۲ د لېندۍ) دغه ولايت کې د قومي خلکو په منځګړتوب سل تنه داعش وسله وال دوی ته تسليم شول.

هغه زياته کړه، يادو کسانو ته د طالبانو د مشر د حکم په اساس چې د عمومي عفوې په تړاو بښنه وشوه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې تسليم شويو وسله والو خوږياڼو، شيرزادو، شینوارو، مومندرې، ښیوې او يو شمېر نورو ولسواليو کې دولت ضد کړنې تر سره کولې.

د ملي امنیت رییس وايي، داعشيانو ته يې په دې شرط بښنه کړې چې هغوی به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه کوي، له داعش سره به اړيکه نه ساتي، او له يو ځای څخه به ځای ته تر تګ وړاندې به ځايي امنيتي مسوولين خبر وي.

تسليم شوي داعش وسله وال وایي، چې په خپلو تېرو کړنو پښيمان دي او راتلونکي کې به داعش ډلې سره هېڅ اړيکه نه ساتي.

د دوی له ډلې یو تن يې رسنيو ته وويل چې دوی د تېر نظام پر ضد د جګړې په موخه داعش سره يو ځای شوي و او اوس چې طالبان حاکم شول نو دوی هم تسليم شول.

قومي مشران خوښ دي چې په منځګړيتوب يې د دوی د ولسوالیو یو شمېر داعش وسله والو ته طالبانو بښنه وکړه.

د شینوارو ولسوالۍ قومي مشر ميره خان کلید ته وویل، که په تسلیم شويو کسانو کې کوم يو له تسلیمۍ وروسته بیا ځلي داعش وسله والو سره یوځای شي کور به يې سوځول کیږي او له وطن نه به يې جلا وطن کوي.

د ملی امنیت ریاست د مالوماتو له مخې په روانه میاشت شاوخوا ۳۰۰ داعش وسله وال دي چې د طالبانو ملي امنيت ته تسليمېږي.