اطلاعات روز: د رییسالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د سره صلیب کمېټې عملیاتي رییس ویلي چې افغانستان کې خپل فعالیتونه او بشري مرستې پراخوي.
طالبانو د دې لیدنې په اړه یوې اعلامیه کې ویلي چې دغه لیدنه نن (سهشنبه، ۲ د لېندۍ) مخکې له غرمې په سپېدار ماڼۍ کې د رییسالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس «ډامینیک سټیل هارت» په مشرۍ راغلي پلاوي ترمنځ شوې ده.
اعلامیه وایي، ډامینیک سټيل هارت په افغانستان کې د روغتیا، کرنې، زندانونو او نورو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل، چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو پرمهال د نورو بنسټونو په څېر دوی نه یوازې له افغانستانه ونه وتل، بلکې خپلو فعالیتونو ته یې ادامه ورکړه.
اعلامیه زیاتوي نوموړي وویل، د عامې روغتیا وزارت، افغاني سرې میاشتې ټولنې او د طالبانو نورو اړوندو مسوولینو سره ښې اړیکې لري چې د خدماتو او فعالیتونو د لا ښه والي لپاره د هغو لا پیاوړتیا غواړي.
هغه زیاته کړې: «له افغانانو سره د ژمنتیا په اساس به موږ په افغانستان کې خپل فعالیتونه او بشري مرستې لا پراخه کړو.»
اعلامیه وایي، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاټي رییس په مشرۍ د راغلي پلاوي د کرنې، روغتیا او نورو برخو کې په افغانستان کې د یادې ادارې د خیریه فعالیتونو ستاینه وکړه.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري او طالبان به په دې برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ګډون ټولو خیریه بنسټونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.