کندهار والي

د کندهار سوداګر: بهرنیو اسعارو پر چلېدو بندیز سره سوداګرۍ وده کړې

اطلاعات روز: کندهار کې پر بهرنیو اسعارو د بندیزونو وروسته د کندهار سوداګر وایي په دغه ولایت کې سوداګرۍ وده کړې او نرخونه ټیټ شوي دي.

د کندهار د وچي مېوو د اتحادیې مشر، د ګاز او پټرولو د اتحادیې مشر، ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند او یوشمېر نورو سوداګرو ولایت مقام کې له کندهار والي محمدیوسف وفا سره په لیدنه کې یادې څرګندونې وکړې.

د لیدني په پيل کې د راغلیو اتحادیو مشرانو او ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند په خپلو خبرو کې د کندهار والي څخه مننه وکړه، چي د رئیس الوزراء د حکم په اساس یې کندهار کي پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بندیز ولګاوه او د بشپړ بندیز په موخه یې د ولایت مقام، ښاروالي، مستوفیت، قومنداني، استخباراتو، د سوداګرۍ خونې، د صرافانو د اتحادیې، افغانستان بانک او اقتصاد ریاست څخه یو نظارتي کمېسیون هم جوړ کړ.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، له کله چې کندهار کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز لګېدلی، ورسره همهاله نرخونه ټیټ سوي، چې دې برخې پر سوداګرۍ مثبت اغېز کړی او افغانیو خپل ارزښت زیات کړی.

د کندهار والي محمدیوسف وفا په خپلو خبرو کې وویل، د طالبانو د مشرتابه ترڅنګ ولایتي اداره ژمنه ده، ترڅو د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه هر ډول اقدام ترسره کړي او په دې برخه کې یې د سوداګرو د هڅو ستاینه هم وکړه.

کندهار والي وویل، هڅه یې داده ترڅو پر بهرنیو اسعارو په مکمل ډول بندیز ولګوي، چي په همدې موخه یې د بېلابیلو ادارو څخه نظارتي کمېسیون هم جوړ کړی او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې پرټولو هیوادوالو غږ وکړ، ترڅو د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه په دې نېک کار کې له دوی سره مشرتابه سره همکاري وکړي او په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ونه کړي.

د طالبانو حکومت وروسته له هغه پر بهرنیو اسعارو بندیز ولګاوه کله چې په هېواد کې افغانیو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په بیساري ډول ارزښت له لاسه ورکړ.