انځور: خواله رسنۍ

کندهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت ۳۵ زره بې اسناده موټر ثبت کړي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د ترافيکو مسوولین وایي، چې د بې اسنادو موټرو د ثبت په تېرې درې میاشتنۍ پروسه کې یې دغلته ۳۵ زره موټر ثبت او راجستر کړي دي.

د ښي لاس یا یو کیلي موټرو د ثبت او راجستر پروسه د هيواد په ټولو ولايتونو کې درې مياشتې وړاندې پېل شوې وه چې تر تېرې شنبې (۲۰ د غبرګولي) ورځې یې دوام درلود.

د کندهار د ترافيکو مديريت لپاره د طالبانو مرستيال پير محمد وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې شاوخوا ۴۷ زره موټرو «تخنیکي معاینه او تشریح» کړې چې له جملې یې ۳۵ زره موټر د اسنادو د ورکړې په موخه ثبت شوي دي.

د هغه په وينا چې د بې اسنادو موټرو د ثبت او راجستر څخه یې موخه د موټرو د غلاوو او جرمونو کمیدل او د غير قانوني موټرو بنديدل دي.

پير محمد د دغې پروسې د بیا پېل په اړه معلومات نه لري، خو زیاتوي چې په ټول کندهار کې شاوخوا یو لک او ۳۰ زره اسناد لرونکو موټرو ته اړتیا ده.

ورته مهال یو شمېر هيوادوال بیا د طالبانو له کورنيو چارو وزارت او ترافيکو ریاست څخه غوښتنه کوي چې د پاتې موټرو د ثبت لپاره دې بياځلي دغه پروسه پېل کړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي عتیق الله وایي، حکومت دې د موټرو په سر اخيستونکې مالیه ټيټه او دغه پروسه دې شپږ مياشتې نوره هم تمدید کړي ترڅو ټول بې اسناده موټر بايومټريک او راجستر شي.

یاده دې وي چې دغو ښي لاس یا یو کیلي موټرو ته درې کلن اسناد او پلیټونه ورکول کېږي، خو دا چې یاد موټر د افغانستان د ترافیکي سیستم خلاف دي تر اوسه یې د اسنادو بنسټیزه ستونزه نه ده حل شوي.