پکتیا

پکتیا کې يوې کوژدن شوې نجلۍ ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ اړوند «مالي خېلو» سيمه کې يوې ۱۷ کلنې کوژدن شوې نجلۍ د ټوپک په ذريعه ځان ويشتلی او وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د پکتيا ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند عمر وايي، پېښه تېره شپه (چهارشنبه، د مرغومې په ۱۵مه) رامنځته شوې، خو د نجلۍ ځان ويشتلو لامل په اړه يې څه نه دي ويلي. 

پکتيا کې ډيری وخت د کلتوري او نورو کورنيو ستونزو له امله ډیری ښځې په ځان وژنې او ځان سوځونې لاس پورې کوي.