عمران خان

د عمران‌خان څرګندونو ته د ولس غبرګون: د طالبانو راتګ سره پاکستان ښکاره لاسوهنه کوي

ارزګان مېشتو د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او زياته کړې یې ده چې افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته پاکستان په ښکاره ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې افغانستان ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالي او د حسابدارۍ په برخه کې روزل شوي کسان ولېږي، څو په دې هېواد کېد بحران مخنیوی وشي.

هغه دا خبرې د افغانستان په اړه د پاکستاني لوړپوړو چارواکو په ګډه کمېټه کې چې ایپکس نومېږي کړې دي.

ارزګان مېشتي ځوانان او خلک وايي، د پاکستان د صدراعظم دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان بربنډه لاس‌وهنه ده.

د ارزګان يو اوسيدونکي علي احمد ملتيار چې لوړې زده کړې لرې او په ارزګان کې يې په بیلابیلو برخو کې دندې ترسره کړې دي، زياتوي چې د طالبانو په راتګ سره اوس بې‌کاره شوی او د عمران خان ددغه ډول څرګندونو څخه داسې ښکاري چې پاکستان په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

ارزګان مېشتو د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او زياته کړې یې ده چې افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته پاکستان په ښکاره ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه وايي افغانستان روزل شوي ځوانان لري او له طالبانو غواړي چې ټول هغه ځوانان چې د جمهوريت پر وخت يې په دولتې ادارو کې دندې ترسره کولي خپلو دندو ته راوغواړي او پر ټاکلي وخت ورته معاشونه ورکړي.

هغه وايي لا هم په هېواد کې په لوړه کچه روزل شوي ځوانان شته او عمران خان ته په کار نه ده چې د افغانستان په اړه دغه ډول څرګندوني وکړي.

ملتيار وايي که افغان تعليم لرونکو ځوانانو ته د کار موقع ورکول شي او په ټاکلي وخت طالبان ورته ټاکل شوی امتياز ورکړي، ټول ځوانان چمتو دي چې بیرته خپلو دندو ته راشي.

نوموړی وايي په دولتې ادارو کې يو شمير ځوانانو ځکه دندې خوشې کړي چې د طالبانو د حکومت لخوا يې نه د معاش نېټه معلومه وي او نه هم د تيرو وختونو په څير ورته پاملرنه کيږي.

ده وويل: «موږ د عمران خان دغه ډول خبرې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه يادوو، موږ اوس هم په زرګونه روزل شوي او تعليم لرونکي کادرونه لرو هغوی ټول اوس بې روزګاره دي او په ښار کې د يوه نامعلوم برخليک سره ګرځي. دلته د روزل شوو خلکو کمی نه دی بلکې پام ورته نه کيږي. که طالبان زموږ ځوانانو ته پر وخت د هغوی امتياز ورکړي، هغوی به ولې دندې خوشې کړي.»

علي احمد ملتيار چې لوړې زده کړې لرې او په ارزګان کې يې په بیلابېلو ادارو کې کار کړی، وايي که افغان تعليم لرونکو ځوانانو ته د کار موقع ورکول شي او په ټاکلي وخت طالبان ورته ټاکل شوی امتياز ورکړي، ټول ځوانان چمتو دي چې بیرته خپلو دندو ته راشي.

غلام سخي چې د تير جمهوريت پر مهال يې د پوهنې رياست تر چتر لاندې په يوه بست کې کار کاوه، له اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د پاکستان د صدراعظم څرګندونې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان ځوانانو له پامه د غورځولو پایله ده.

هغه وايي، د پاکستان صدراعظم دا څوم ځل دی چې د افغانستان په اړه غیر منطقي څرګندونې کوي او د خپلو خبرو په اړه دقیق نه دی.

دی وايي لاهم د افغانستان مسلکي کادرونه لري چې کولی شي د افغانستان په ټولو دولتې ادارو کې کار وکړي.

په ورته وخت کې له اطلاعات روز سره يو بل دولتې کارکوونکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي په خبرو کې وويل چې له تيرو دريو مياشتو راهیسي د يوه نامعلوم برخليک سره مخ دی او اوس په يوه نانوايي کې ورځ مزدوري کوي.

هغه وايي د ۱۰ زره افغانۍ په بدل کې يې په يوه دولتې اداره کې کار کاوه خو د طالبانو ناسم چلند، د معاش نه ورکړې او نامالوم برخليک اړ کړی چې دنده پريږدي او د خپلې کورنۍ ته د يوې ګولی ډوډۍ پیداکولو په هدف ورځ مزدوري وکړي.

دوی وايي د عمران خان دغه ډول څرګندونو سخته مايوسه کړي دی او په خبره يې که طالبانو اوس هم ورته پام وکړي حاضر دي چې د تيرو وختونوپه پرتله په ټيټ معاش بیرته خپلې دندې ته وګرځيږي.

غلام سخي چې د تير جمهوريت پر مهال يې د پوهنې رياست تر چتر لاندې په يوه بست کې کار کاوه، له اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د پاکستان د صدراعظم څرګندونې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان ځوانانو له پامه د غورځولو پایله ده.

ده د عمران خان د څرګندونو په اړه د طالبانو چپه خوله پاته کيدل مايوسوونکي وبلل او له طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د عمران خان دغه ډول نامسوولانه څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړي.

دغه مخکینی دولتي مامور وایي :«ما په يوه دولتې اداره کې کار کاوه، درې مياشتې مخکي چې نه زما د معاش درک معلوم وه او زموږ رییس به ماته وويل چې باید ځان پر اصولو برابر کړي زه اړ شومه چې دنده پريږدمه اوس دلته په يوه نانوايي چې مزدوري کومه. دغه نانوايي هره ورځ ماته ۱۵ کوچنۍ ډوډۍ راکوي که طالبان وغواړي زه حاضر يمه چې بیرته راشمه خپلې دندې ته.»

په ورته وخت کې په ارزګان کې د دولتي ادارې یو بل مخکینی کارکوونکی وایي د طالبانو تر راتګ وروسته طالبانو له دندې شړلی دی.

هغه وایي د دندې بیرته ترلاسه کولو لپاره ۳ ځله یې عریضه هم کړې ده خو طالبانو بیا ورته ځای نه دی ورکړی.

نوموړي چې د امنیتي ستونزو له امله یې له نوم څرګندولو ډډه کوله، وویل چې اوس بیکاره ناست دی او نه پوهیږي چې برخلیک به یې څه وي. 

د عمران خان خبرو په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو پراخ او تند غبرګونونه را پورته کړي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر پخوانیو سیاستوالو هم پرې تبصرې او نیوکې کړې دي.

ښاغلي کرزي له طالبانو غوښتي چې ځوانانو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو ترڅنګ بهر ته کډه شویو افغان کادرونو او متخصصینو ته زمینه برابره کړي څو خپل هېواد ته راشي او ابادولو کې یې هڅې وکړي.

ښاغلي کرزي لیکلي چې افغانستان کافي تحصیل لرونکي ځوانان لري او بهرنیو متخصصینو ته اړتیا نه لري. نوموړي له طالبانو غوښتي چې ځوانانو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو ترڅنګ بهر ته کډه شویو افغان کادرونو او متخصصینو ته زمینه برابره کړي څو خپل هېواد ته راشي او ابادولو کې یې هڅې وکړي.