پېښه

د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۴ تنه مرګوني ټپیان کړي

اطلاعات روز: د هلمند چارواکي وایي، د هرات-کندهار پر لویه لاره د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د رامنځته شوې ترافیکي پیښه له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه اطلاعات روز ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پیښه تیر ورځ مازدیګر ۵ بجې د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د رود او سید تاجداراغا زیارت ترمنځ د ټوډي ډوله او ټېلر موټرو ترمنځ شوې ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ټپیان د درملنې په موخه ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي او ډاکترانو یې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ بللی دی.

د هرات-کندهار لویه لاره یوه له هغو ده چې ټرافیکي پېښې په کې زیاتې کېږي او ګڼ شمېر مساپرو ته په کې مرګ – ژوبله اړوي.