اطلاعات روز: امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا کې یوې محکمې د بایډن دولت ته دوه اونۍ وخت ورکړی چې د افغانستان مسدودشویو پیسو برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
نشنلنیوز سایټ لیکلي چې د افغانستان مسدودشویو پیسو په اړه د امریکا دولت د پرېکړې نیونې قانوني موده تېره ورځ (جمعه، ۸ د سلواغې) پای ته ورسېد؛ خو منهټن کې د یوې محکمې قاضي د فبروري تر ۱۱مې د امریکا عدلیې وزارت ته مهلت ورکړی چې د دې هېواد بانکونو کې د شته پیسو په اړه پرېکړه وکړي.
امریکا د طالبانو راتګ سره، د افغانستان مرکزي بانک نهه میلیارد ډالره پانګه د دې هېواد بانکونو کې وتړله.
اوسمهال د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱مې پیښې قربانیانو کورنۍ ادعا کوي چې دا پیسې دوی ته په غنیمت ورکړي؛ خو طالبان یې پر خوشې کولو ټینګار کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي له دې وړاندې د افغانستان مسدودشویو پیسو د ازادېدل پېچلي یاد کړي ول او ویلي یې ول چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعوا د دې موضوع یوه پېچلتیا ده.
په ورته مهال د طالبانو سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې ډلې پلاوي د اسلو وروستۍ ناسته کې د امریکا خزانې وزارت له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان کنګلشویو پیسو په او اقتصادي بندیزونو په اړه جدي او ګټورې خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان مرکزي بانک تړل شوې پانګه، هېواد کې د نغدو پیسو په کړکېچ اوښتی.
وروستیو اونیو کې ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت سخت لوېدلی دی. اوسمهال یو امریکایي ډالر د افغانستان بازارونو کې له ۱۰۰ پورته افغانیو تبادله کېږي. د دې کموالي لامل بازار کې د ډالرو کافي نه شتون دی.
د ډالرو جګېدو پر لومړنیو خوراکي توکو هم منفي اغېز کړی دی.