اطلاعات روز: د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جن ساکي ویلي چې د غرامت په توګه د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو کورنیو لپاره د افغانستان مرکزي بانک پانګې ځانګړي کول، د محکمې حکم پورې اړه لري.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اجرایوي فرمان له مخې د افغانستان مرکزي بانک ذخیرو له اووه میلیارده ډالرو چې په هغې هېواد کې ساتل کېږي او د طالبانو له راتګ وروسته بندې شوې، ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو کورنیو لپاره د غرامت په توګه ځانګړې کېږي.
دغه راز د دې فرمان له مخې د دې بانک له ذخیرو نیم نور یې د افغانستان خلکو سره د مرستې په توګه یو خوندي صندوق ته لېږدول کېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاند تېره ورځ (سهشنبه، د سلواغې په ۲۶مه) یوې خبري ناسته کې د دې فرمان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا د لړۍ یوه مرحله ده. هغه ټینګار کړی، تر هغې چې محکمه کوم حکم صادره نه کړي، دا پېسې په هېڅ دلیل د انتقال نه دي.
اغلې ساکي زیاته کړې چې هغه کار چې ولسمشر کړی، دا دی چې اجازه ورکوي چې امریکا کې شته د افغانستان مرکزي بانک د سرمایې یوه برخه د افغانستان خلکو په ګټه وکارول شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند دغه راز ویلي چې له ترورېزمه د متحده ایالاتو قربانیان له هغې ډلې یې خپلوان چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې یې ځانونه له لاسه ورکړل، د طالبانو پر ضد ځينې ادعاوې مطرح کړې.
د هغه په وینا له ۳.۵ میلیارد ډالرو پانګه متحده ایالاتو کې پاتې او د روانې دعوې اړوند دي.
هغه ویلي: «اما هغه څه چې زه فکر کوم چې خلکو ته مهم دي څو پوه شي، دا دي چې هغه [بایډن] دا فعالانه ګام د اجرایي فرمان لاسلیک لپاره د افغانستان وګړو ته د دې بودجې یوې برخې تامین کې هڅه وکړه.»
اغلې ساکي زیاته کړه چې د هغې په باور د بودجې نیمه نوره برخه د محکمې حکم ته په انتظار ده.