طالبان

د زابل برښنا رياست: د برښنا له درکه د پوروړو کارځايونه وتړل شول

اطلاعات روز: د زابل ولايت د برښنا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د هغو پوروړو کارځايونه تړل کيږي چې خپل پورونه د برښنا رياست ته نه ورکوي.

د زابل ولايت د برښنا شرکت د حفظ او عوايدو مشر حکمت‌الله حيدري په دې اړه نن (چهارشنبه، ۲۷ د سلواغې) وايي په زابل کې د برښنا له درکه ۱۱۰ کسان ۸۰ ميليونه افغانۍ پوروړي دي او تراوسه هغوی خپل باقيات نه دي تحويل کړي.

دی وايي د پر وخت باقياتو نه تحويل کيدو له امله دوی اړ شوي دي چې د خلکو کارځايونه (مارکيټونه او دوکانونه) وتړي.

حيدري وويل، هغه کسان چې تجارتي جايدادونه لري او برښنا شرکت ته خپل باقيات نه ورکوي هغوی به عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژندل شي.

دی وايي: «هو کې دا پروسه په ټول افغانستان کې شروع ده خو په زابل کې لږ په تغير شروع شوې ده په نورو ولايتونو کې د مشتريانو څخه وسايط په پيسو اخيستل کيږي خو د زابل د برښنا شرکت دومره توان نه لري نو موږ اړ شو چې د برښنا د مصرف کيدونکو خلکو هټۍ او مارکيټونه وتړو او ځيني کسان څاروالۍ ته معرفي کړو.»

حکمت‌الله حيدري انديښنه وښوده او زياته يې کړه چې د برښنا د جناتورانو د تيلو د کمي سره اوس هم مخ دي او په دې برخه کې بايد ورسره مرسته وشي.

نوموړي وايي د جناتورانو يو اندازه تيل د حوزې برښنا شرکت او يو اندازه د سرې مياشتې لخوا ورکول شي چې په يادو تيلو به ۲۵ ورځې ۲ ساعت د زابل خلکو ته برښنا ورکړي.

په همدې مهال عام خلک هم د برښنا شرکت ددغې پريکړې هرکلی کوي.

د زابل ولايت اوسيدونکي غوښتنه کوي چې هغه کسانو چې د برښنا له درکه پوروړي دي عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وپيژندل شي.

د زابل يوه اوسيدونکي غلام فاروق اطلاعات روز ته وويل چې که خلک پر خپل وخت د برښنا شرکت ته باقيات ورکړي ورسره به د تيلو د نشت ستونزه حل شي.

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته په ګڼو ولايتونو کې د برښنا رياستونه د تېلو له کمي څخه شکايت کوي او په ډيرو ولايتونو کې پر خلکو برښنا بنده شوې ده.