زندانیان

د خوست زندانيان: دوسيې مو پر وخت نه څېړل کيږي

خبریال: حبیب‌الله سراب

واک ته د طالبانو له رسېدو شپږ مياشتې پوره شوې، په همدې موده کې د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې ګڼ کسان د غلاو او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي، چې اوس مهال د دغه ولايت په مرکزي زندان کې د بند شپې او ورځې تیروي.

هغه ستونزه چې په تېر نظام کې هم موجوده وه، د زندانيانو د دوسيو پر وخت نه څېړل و، د طالبانو له خوا نيول شوي بنديان هم له ورته ستونزې سره مخ دي. زندانيان وايي، د کومو جرمونو په تور چې نيول شوي، تر اوسه يې دوسيې نه دي څېړل شوې.

د غلا په جرم نيول شوی بخت رسول وايي، له ثبوت پرته يې نيولی او په خبره يې چې تر اوسه يې دوسيه هم نه دی څېړل شوې، نوموړی له اړونده مسوولينو غوښتنه کوي، تر څو يې دوسيې پر وخت وڅېړل شي.

هغه وايي: «زه د غلا په تور نیول شوی يم، ما غلا نه دی کړې او نه را باندې کوم ثبوت لري، دلته په خوست زندان کې اوس د بند شپې او ورځې تېروم، زما برخليک نه دی مالوم او نه مې هم چا دوسيه څېړلی ده، زما غوښتنه دا دی، چې دوسيه کې پر وخت وڅېړل شي.»

د غلا په جرم نيول شوی بخت رسول وايي، له ثبوت پرته يې نيولی او په خبره يې چې تر اوسه يې دوسيه هم نه دی څېړل شوې، نوموړی له اړونده مسوولينو غوښتنه کوي، تر څو يې دوسيې پر وخت وڅېړل شي.

په ياد محبس کې يو بل زنداني شاه محمد ځدراڼ بیا له جرم پرته په خپلسري نیونې او توقیف نیوکه کوي، نوموړی وايي، چې زندان ته ډیری کسان په داسې حال کې راوړل شوي، چې د جرم په اړه یې اړونده ارګانونو کوم ثبوت هم نه لري.

نوموړی د طالبانو له اړونده قضاییه ارګانونو غوښتنه کوي، چې د زندانیانو لپاره د هغوی د جرم مطابق دوسیې جوړې او څرنوالۍ ته دې واستول شي.

ځدارڼ وویل: «زه یې دلته د خوست زندان ته راوړی یم، درې میاشتې مې پوره کېدونکې دي، تر اوسه یې راباندې د جرم ثبوت هم نه دی پیدا کړی، څرنوال نشته، محکمه نه شته او زما په شان ډېر داسې کسان شته، چې څلور یا پنځه میاشتې یې وتلی، خو دوسیه یې نه دی څېړل شوې، نو زمونږ غوښتنه دا دی، چې د دوسیو څېړلو لپاره دې چټک ګامونه واخیستل شي.»

د بندیانو له ډلې یې د نوید په نوم یو تن ځوان بیا له طالبانو د هغو کسانو د ژر خوشي کېدلو غوښتنه وکړه، چې په کوچنیو جرمونو نیول شوي او ورباندې د بند شپې او ورځې تېروي.

نوید وايي: «دلته ډیری داسې کسان راوړل شوي، چې په سګرټ څکلو او یا هم په ځینو نورو کوچنیو غیر قانوني کړنو نیول شوي دي، دا باید خوشي شي او زیاتی ورسره و نه شي.»

په ياد محبس کې يو بل زنداني شاه محمد ځدراڼ بیا له جرم پرته په خپلسري نیونې او توقیف نیوکه کوي، نوموړی وايي، چې زندان ته ډیری کسان په داسې حال کې راوړل شوي، چې د جرم په اړه یې اړونده ارګانونو کوم ثبوت هم نه لري.

په همدې حال کې بیا د خوست امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د نشه يي توکو د قاچاق، خرڅلاو او کارونې په تور یې ګڼ کسان نیولي او د دوی په خبره، چې لام په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د طالبانو امنیه قومندان محبوب شاه قانت تېره اونۍ د خبري ناستې پر مهال په دې اړه وویل: «د نشه يي توکو د مخنیوي، قاچاق او کاروبار پر ضد به زمونږ مبارزه دوام لري او د دې مبارزې په لړ کې مونږ ګڼ کسان هم نیولي دي او قضاييه ارګانونو ته مو سپارلي دي، نو دلته تر ډېره په خوست کې اوس مهال د جنايي جرمونو پېښې کمې شوې دي.»

د خوست ولایت د مرکزي زندان مدیر فضل الرحمان وايي، د بندیانو د دوسیو پر وخت څېړلو لپاره د ریس الوزارا په هدایت یې د ټولو اړونده ارګانونو څخه په ګډه یو پلاوی ټاکلی تر څو د زندانیانو لپاره دوسیې جوړې او د حل په موخه یې ټاکل شوې ادارې ته وسپاري.

نوموړي په دې اړه داسې وویل: «مونږ دلته په زندان کې قاتلین، قاچاقبر، غله او انسان تښتونکي بندیان لرو، همدا بندیان تر ډېره د دوسیو د پر وخت نه څېړلو څخه شکایت کوي، نو مونږ د الوزارا په هدایت له ټولو ارګانونو یو باصلاحیته پلاوی ټاکلی، تر څو د بندیانو لپاره دوسیې جوړې او محکمې ته یې وړاندې کړي.»

د خوست ولایت د مرکزي زندان مدیر فضل الرحمان وايي، د بندیانو د دوسیو پر وخت څېړلو لپاره د ریس الوزارا په هدایت یې د ټولو اړونده ارګانونو څخه په ګډه یو پلاوی ټاکلی تر څو د زندانیانو لپاره دوسیې جوړې او د حل په موخه یې ټاکل شوې ادارې ته وسپاري.

اوس مهال د خوست په مرکزي زندان کې د بېلابېلو جرمو په تړاو نیول شوي ۹۳ کسان د بند شپې او ورځې تېروي، د دوسیو د پر وخت نه څېړلو ستونزه یوازې په خوست ولایت کې نه دی، بلکې د سویل ختیځ زون په پکتیکا ولایت کې هم زندانیانو له ورته مشکلاتو تر ټکوي.