اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ سره لیدنه کې د امریکا له لوري د افغانستان کنګلشوې پانګې په اړه خبرې اترې او هوکړه کړې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یو لړ ټوېټونو کې د دې لیدنې په اړه ویلي چې دغه لیدنه پرون (جمعه، د کب ۲۰مه) د ترکیې په انتالیا ښار کې شوې ده او دواړو اړخونو د افغانستان د روان سياسي او اقتصادي وضعيت په اړه تفصيلي خبرې کړي دي.
په ټوېټ کې راغلي چې طالب پلاوي او امريکا دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵ مليارده ډالر چې د امريکا د محکمې له دعوې ازادې شوې، په «هېڅ صورت» به د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي.
دغه راز ښاغلي متقي د افغانستان پاتې شتمنۍ پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.
د یاد وزارت ټوېټ کې راغلي: «د افغانستان لوري ټينګار وکړ چي همدا دري نیم ملیارده او هغه نوري پاته دري نیم میلیارده ټولي دي ازادي او د افغانستان بانک په اختیار کی ورکړل شی ځکه د افغانستان ټولي بهرنۍ شتمنۍ د افغانستان د ملت حق دي او يوازي هغوي حق لري چي په اړه يې پريکړه وکړي.»
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، ښاغلي متقي ورته څرګنده کړې چې د افغانستان په شتمنیو کې هر ډول تصرف به د دواړو هیوادو په اړېکو ناوړه اغیزه وکړي.
یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې، دې کتنه کې په راتلونکي کې په اړونده موضوعاتو د بحث لپاره د لیدو کتو هوکړه هم شوې ده.