استادان

د لوړو زده‌کړو طالب چارواکی: د پوهنتونو استادان دې په راکم‌شوي معاش ګزاره وکړي

اطلاعات روز: د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ګڼو دولتي کارمندانو تنخواوې راکمې شوې او ځینو ته لا د څو میاشتو معاشونه هم نه دي حواله شوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال پکتیا ته په سفر کې ددغه ولایت د پوهنتون له استادانو غوښتنه وکړه، چې په راکم شوي معاش ګزاره وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، هغه استادان چې په بورسي ډول بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي، مصارف به یې د لوړو زده کړو وزارت په غاړه وي او په معاش کې به یې کوم ځنډ نه رامنځته کیږي.

هغه وویل: «هغه تشویش چې استادان یې لري، د هغوی د رفع کولو لپاره باید دومره وویم، چې هغه استادان چې بهر ته ځي، معاش به یې د وزارت له لوري ورکول کیږي. او بله مسله د معاشونو په اړه دی، چې پخوا معاشونه لوړ و او له نورو اینجوګانو هم همکاري کېدله، خو اوس راکم شوي او استادان باید پرې ګوزاره وکړي.»

 نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې به هغو ستونزو ته رسېدنه کوي، چې اوس مهال ورسره زده کړیالان مخ دي.

د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي، چې  هیواد کې د ټولو پوهنتونونو درسي بهیر لامعیاري او نیمګړی نصاب بشپړ کړي.

لطف الله خیرخواه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وايي: «مونږ یوازې په پکتیا پوهنتون کې نه بلکې د هیواد په ټولو پوهنتونو کې ځینې ستونزې لرو، چې د خدای په فضل سره به ورته رسېدنه کوو، ځکه مونږ به په راتلونکي کال کې د لویو تغیراتو شاهدان و اوسو.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون مسوولینو او زده کړیالانو له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې د دغه پوهنتون شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.

د پوهنتون ریس پوهنمل عبیدالله اخندزاده وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د پکتیا پوهنتون له هر اړخه پرمختګ کړی، خو نوموړي د لا نورو پرمختګونو برخه کې له لوړو زده کړو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «مونږ دلته ډېر زیات تغیرات راوستلي، له هر اړخه مو پرمختګ کړی، خو وزیر صیب له تاسو مو دا غوښتنه ده، چې د پکتیا پوهنتون یو لوی پوهنتون دی او باید چې ډېر پام ورته وشي.»

د دغه ولایت د پوهنتون محصلین په لیلیې، کتابتون او لابراتوار ته د پوره امکاناتو غوښتنه کوي.

د انجینري پوهنځي زده کړیال رحمت الله نیازي وویل: «مونږ دلته لیلیه لرو، خو تر اوسه نه دی فعاله شوې او محصلین په کرایه ځایونو کې ژوند کوي. بله مسله د کتابخانې او لابراتوار دی، چې د امکاناتو او کتابونو له کموالي سره مخ دي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت همدا لوړ پوړی چارواکی په داسې مهال پکتیا ته راځي، چې د نظام له بدلون وروسته د دغه ولایت په پوهنتون کې ځینې پروژې نیمګړې پاتې شوې او لایې هم بیا ځل د بشپړېدو کار نه دی پیل شوی.