اطلاعات روز: د ننګرهار اوسیدونکي وایي، نه یوازې د نوروز د نمانځلو لپاره ځانګړی تیار نشته، بلکې د نوروز د رارسېدو په درشل کې په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره کمه شوې ده.
په افغانستان کې هم د سیمې هېوادونو په شان د پسرلي موسم پیل د نوي کال لومړۍ ورځ بولي او یو شمېر هېوادوال د نوروز اړوند مراسم ترسره کوي.
په تېرو کلونو کې د نوروز په ورځ به بازارونه له ګڼې ګوڼې ډک وو او خلکو به وچې مېوې او ډول ډول خواږه پېرل، خو سږ کال د هېواد بازارونه په تېره بیا د جلال اباد په ښار کې د خلکو حضور کم رنګه دی.
خانولي په جلال اباد ښار کې یو تن هټیوال دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ورځې نمانځلو ته د خلکو نه لېوالتیا اقتصادي ستونزې ګڼي.
نوموړی وایي، چې سږ کال زیات خلک د اقتصادي ستونزو له امله د نوروز جشن نه شي نمانځلی.
خان ولي زیاته کړه: «تیرو کلونو کې به خلکو د کال لومړۍ ورځې لپاره د هیواد د نورو ولایتونو په شان دلته ننګرهار کې پوره تیاره نیوه او خلکو به سوداګانې کولې، خو سږکال زمونږ دوکانداري هم کمرنګه شوې او د خلکو ګڼه ګوڼه هم د نوروز په ورځ کم شوې او لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې دي.»
بل لور ته یو شمیر نور هیوادوال د نوي کال لپاره ځانګړې هیلې لري او وایي تمه یې دا ده، چې د نوي کال په پیل سره به په هیواد کې شته ناخوالې پای ومومي.
د ننګرهار یو اوسیدونکي موسی خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاري زیاته شوې او د خلکو اقتصادي وضعت د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی دی.
نوموړی همداراز وایي، زیاتره کورنۍ د خوړو ډوډۍ نه لري او په دې ډول وضعیت کې نوروز نه شي نمانځلی.
موسی خان زیاتوي: «بې روزګاري د طالبانو په راتګ سره زیاته شوې او د خلکو اقتصاد بیخي خراب شوی دی، زیاتره کورنۍ له فقر او لوږې سره مخ دي، زمونږ غوښتنه دا ده چې نوي په پیل سره باید خلکو ته د کار زمینه برابره شي او دغه شته ستونزو ته دې دحل لاره ولټول شي.»
د دغه ولایت اوسیدونکې نرګس بهار وایي، تېرو کلونو کې مو لس ورځې وړاندې نوروز ته تیاری نیوه، خو سږکال یې د نوي کال د نمانځلو په موخه هیڅ تیاری نه دی نیولی.
نرګس زیاته کړه: « دلته په ننګرهار کې به په تیرو کلونو کې مونږ د نوروز ورځې لپاره ځانګړې جامې کولې او همدارنګه به مو همزولې سره راټولیدلې او یو ځای ته به په چکر تللو، خو سږکال مو د نوکال لپاره هیڅ تیاری نه دی نیولی.»
د ننګرهار اوسېدونکي وايي، له هغې وروسته چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوروز نمانځل حرام وبلل، هغوی نوي کال ته هېڅ تیاری نه دی نیولی.
په تېرو کلونو کې د هېواد په ځینو برخو کې نوروز په بېلابېلو ډولونو نمانځل کېده؛ خو سږ کال د طالبانو د حکومت په راتګ سره دغه جشن ته هېڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی.