اروزګان کې پر سلګونه کورنيو د نغدي مرستو ویش پیل شو

اطلاعات روز: په اروزګان کې د۴۸۰ کورنيو سره نن (چهار شنبه، ۳ د وري) نغدي مرستو د ويش لړۍ پیل شوه.

اروزګان کې د کډوالو او مهاجرينو رياست چارواکي وايي په دغه ولايت کې د(HNUCR)  په مالي ملاتړ او د ودان موسیسې په تخنيکي همکارۍ ۴۸۰ کسانو ته د ۴۰۰ ډالرو د مرستو لړۍ پیل کړه.

دارزګان د کډوالو او بیرته راستنيدونکو چارو رياست يو تن مسئول حاجي دين محمد وايي پیل شوې مرستې هغو کسانو ته ورکوي چې تيرو جګړو ځپلي وي. هغه د مرستو د ويش پرمهال د شفافيت ډاډ هم ورکړ.

دين محمد وایي: «دغه مرستې چې د HNUCR په مالي ملاتړ ترسره کيږي هغو کورنیو ته يې موږ ويش پیل کړ، چې سخت اړمن دي او جګړو زيانمن کړي وي، په دغه مرستو کې ۴۰۰ ډالر دي چې ۴۸۰ کورنيو ته ورکول کيږي».

هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي دي خوښ دي او وایي د يادو مرستو په ترلاسه کولو سره به يې د کور لومړنۍ اړتياوې پوره شي.

یو شمیرميرمنې چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي، غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې ورسره نورې دغه ډول مرستې هم وشي.

ددوئ له ډلې د شاپيرۍ په نوم یوه میرمن وایي: «ماسختن مو ډوډۍ د ګاونډيانو څخه واخیسته، په کور کې هيڅ نه لرو اوس چې کومه مرسته راسره وشوه، تر یو وخته پورې بسنه کوي خو موږ بايد په راتلونکي کې هم هير نشو».

که څه هم اروزګان کې مخکې تردې دغه ډول مرستې شوې وې، ولې د اروزګان خلک تل پر مرستندويه ټولنو نيوکه کوي چې شفافیت په پام کې نه نیسي او مرستې اړمنو کورنيو ته نه رسیږي.