ننګرهار کې ناپيژنده وسله والو یو متخصص ډاکټر اختطاف کړی

اطلاعات روز: د جلدي ناروغیو متخصص ډاکتر احمدزی د تیرې شنبې په ورځ د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ناپیژنده وسله وال له لوري اختطاف شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ یو غړي شیرآغا اصولي نن (دوشنبه، ۸ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ډاکتر احمدزی د تیرې شنبې په ورځ سهار مهال له جلال اباد ښار څخه کابل ته په لاره و، چې د سره رود ولسوالۍ اړوند په (بهراباد) سیمه کې د ناپيژنده وسله والو کسانو له لوري تښتول شوی دی.

نوموړی وایي، یادو وسله والو ځانونه د طالبانو د حکومت سرتیري معرفي کول او په همدې بهانه یې ډاکتر احمدزی له ځانه سره بیولی دی.

هغه وایي، یاده مسله یې ننګرهار کې له طالب چارواکو سره هم شریکه کړې، خو د څو ورځو په تیریدو یې قناعت کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اصولي زیاتوي:«د تیرې شنبې په ورځ سهار ډاکتر احمدزی چې دنده یې په کابل کې وه او هلته یې د جلدي ناروغیو یو روغتون درلوده او غوښتل یې چې کابل ته لاړ شي، خو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د سره رود ولسوالۍ په بهراباد سیمه کې وسله والو چې ځانونه یې طالب سرتیري معرفي کول اختطاف کړی او د څو ورځو په تیریدو یې تراوسه درک نه دی شوی له مسولینو د نوموړي د پیدا کیدو غوښتنه کوو.»

بل لورته ننګرهار کې طالب چارواکي د یادې پېښې په اړه ناخبري ښيي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د انسان تښتوونې پېښې زیاتې شوي او عام خلک یې اندیښمن کړي دي.