اطلاعات روز خبریال

ارزګان کې ۸۵ سلنه خلک په رواني ناروغیو اخته شوي

اطلاعات روز ولایتي خبریال

اطلاعات روز: افغانستان کې د نړيوالو سازمانونو د راپور له مخې ۹۸ سلنه خلک د فقر او غربت سره مخ دي چې زيات شمیر افغانان اوس په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.

د ارزګان روغتيايي مسوولینو خبر ورکړی چې د پخوا په پرتله اوس د رواني ناروغیو کچه لوړه شوې او ۸۵ سلنه وګړي په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.

د ترينکوټ د ولايتي روغتون يو تن سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال  په دي اړه د اطلاعات روز ته وويل چې  سخته لوږه، فقر، بیکاري او کورنۍ شخړې هغه لاملونه دي چې خلک يې په رواني ناروغۍ اخته کړي دي.

هغه وايي په دي ورستيو کې په رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمير د پخوا په پرتله لوړ شوی او د رواني ناروغانو شمير زيات شوی دی.

دی وايي کله چې خلک ولايتي روغتون ته ورځې ډير يې په رواني او روحي ناروغۍ اخته وي.

وطنوال وويل: «رواني ناروغۍ په ټولنه کې ډيره زياته ده مخکي تر طالبانو څخه له ۶۵ څخه تر ۷۰ فيصده خلک په رواني ناروغيو اخته وه خو، اوس اقتصادي او ځيني نورو ستونزو دغه ارقام نور هم زيات کړي دي ۸۵ سلنه پوري خلک په رواني ناروغيو اخته شوي دي باید خلکو ته کار پیداشي بي عدالتي بايد ختمه شي او کورنی تاوتريخوالۍ باید له منځه ولاړ شي ترڅو رواني ناروغۍ کمې شي.»

څه موده مخکي بیا ولايتي روغتيايي ډلو په ارزګان کې ۶۰سلنه د رواني ناروغيو د اخته کيدو خبر ورکړی و.

په ورته وخت کې دارزګان اوسيدونکي هم د روغتيايي چارواکو دغه انديښنې پر ځاي ګڼي او زياتوي چې بیکاري او غربت زيات خلک ذهني شکنجه کړي دي.

په ورته وخت کې دارزګان اوسيدونکي هم د روغتيايي چارواکو دغه انديښنې پر ځاي ګڼي او زياتوي چې بیکاري او غربت زيات خلک ذهني شکنجه کړي دي.

د ارزګان يو اوسيدونکی غلام فاروق وايي په دغه ولايت کې زيات شمير کسان دامهال بې روزګاره شوي دي چې ددغه کړنې له امله اوس په رواني ناروغۍ اخته دي.

دی وايي طالبان ډير لوستي او په دولتي ادارو کې په دندو بوخت کسان پر کور کړي دي چې له امله يې هغوي اوس له زياتو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي:«ټول خلک اوس په رواني ناروغيو اخته دي تر ټولو غټ لامل یې دادی چې خلک کار نه لري اقتصادي ستونزې زياتې دي طالبان باید خلکو ته کار پیداکړي له يوي خوا وچکالي ده او له بلې خوا خلک بيکاره شوي دي زه څلور مياشتي په کار پسي وګرځيدم اخير مې يو ځاي دنده پیدا کړه.»

دارزګان يو بل اوسيدونکی سيد ولي وايي په دغه ولايت کې ډير خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او په خبره يې چې د اقتصادي ستونزو د ويرې له امله لوستي او نالوستي ځوانان په قاچاقي ډول بهر هېوادونو ته مخه کړې ده.

ټول خلک اوس په رواني ناروغيو اخته دي تر ټولو غټ لامل یې دادی چې خلک کار نه لري اقتصادي ستونزې زياتې دي

نوموړی وايي که طالبان له نړيوالو سره تعامل ونه کړي او د نړيوالو له لخوا ايښودل شوي شرطونه قبول نه کړي لېري نه ده چې پر افغانستان به له دې هم بدې ورځې راشي.

په ورته وخت کې دارزګان ولايت مسوولين وايي، دوئ د بيکارۍ د له منځه وړلو لپاره جدي هلي ځلي پیل کړي دي.

په ارزګان کې د طالبانو د والي وياند قاري محمود مدثر وايي، د ارزګان والي د ډيرو شمير موسېساتو سره غږيدلی دی او هغوئ یې هڅولي دي چې ارزګان کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

مدثر وايي: «خلک د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي موږ کوشش کړی دی چې د موسېساتو له لارې د کار زمينه برابره کړو، موږ موسېسات هڅولي دي او ډيرو خلکو ته يې په بیلابیلو سيمو کې د کار زمينه برابره کړې ده او په دي برخه کې موږ کلکه اراده لرو چې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړو.»

داپه داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د وچکالۍ او کار نه شتون له امله د خلکو اقتصاد خراب شوي او له زياتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.