د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست وزیرمولوي امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.
دغه وزارت د غونډې په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.
په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه ټوېټ کې ویلي چې دا غونډه د رغنده نظریاتو د تبادلې لپاره یو مناسب چاپیریال و.
قریشي وویل، « موږ د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان پر اهمیت باور لرو او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره موږ په ګډه کار کوو.»
د چین تونس ښار نن (چهارشنبه، ۱۰د وري) او سبا د افغانستان د ګاونډیانو د دریمې سرمشریزې کوربه دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.