باختر خبري اژانس خبر ورکوي چې د سرپرست حکومت دفاع وزارت په ټولو قول اردوګانو، لواګانو او قطعاتو کې د ځیرک مبایل کارول بند کړل.
باختر اژانس د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد بعقوب مجاهد له قوله ویلي، چې دغه وزارت ژمن دی چې د اردو ټول منسوبین د وطن پالنې په اسلامي روحیه سمبال، له منکراتو او عبثیاتو خوندي، د ملي ګټو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا مدافعان واوسي.
ملا یعقوب ویلي، د ځیرکو مبایلونو کارول د نظامي پرسونل قیمتي وخت ضایع کوي، پر ذهن یې منفي اغېز کوي او د نظامي احضاراتو کچه راټیټوي، نو ځکه په ټولو لواګانو، قول اردوګانو او قطعاتو کې د ځېرک مبایلونو کارول بند کړل.
مجاهد زیاته کړې چې د اړتیا په صورت کې د طالبانو ملي دفاع وزارت مقام، لومړی معاونیت، ستر درستیز او د قول اردو قوماندان صلاحیت لري چې د مبایل د کارونې اجازه ورکړي.
هغه ویلي، له دغه حکم څخه د قول اردوګانو، لواګانو او قطعاتو قوماندانان مستثنا دي او د نظارت چارې یې مربوطه کشفي او استخباراتي برخو ته سپارلې دي.
دغه بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د نورو وزارتونو کارکوونکو ته د ږیرې او خولۍ په سر کولو سپارښتنې کړې دي.