اطلاعات روز:هلمند کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولايت کې يو کس چې خپله ميرمن يې د ساتول په ګذارونو وژلې وه نيولی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس عبدالباري راشد هلمندي وايي، د روزخان په نوم دغه کس خپله ميرمن د ساتول په کذارونو وژلې او وروسته د خپلو دوه ماشومانو سره له سيمي څخه تښتېدلي و.
نوموړی وايي نيول شوی کس چې اصلي د لشګرکاه اوسيدونکی دی په خانشين ولسوالۍ کې نيول شوی دی.
د طالبانو دغه مسوول وايي نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی چې خپله میرمن یې وژلې ده.
په افغانستان کې پدې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی چې یو له هغو، څخه یې د طالبانو لخوا پر ښځو د کار او تعلیم بندیزونه دي.