انځور: باختر خبري اژانس

د طالبانو مشر ملا هیبت الله په یو فرمان کې د کوکنارو په کښت مطلق بندیز ولګوه

اطلاعات روز: د طالبانو مشرتابه په یوه تازه فرمان کې ویلي دي چې د کوکنارو او ټولو نشه یي موادو په کښت، قاچاق پیر او پلور مطلق بندیز دی.

دغه فرمان چې نن (یکشنبه، ۱۴ د وري) د طالبانو مشرتابه مقام له لوري خپور شوی، پکې ویل شوي « د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی او هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې ددغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.»

همدارنګه فرمان کې راغلي چې د نشه یي موادو ټول ډولونه لکه شراب، هیرویین، شیشه، ټابلیت کا، چرس او نور ټول نشه یي موادو استعمال، انتقال، پېر او پلور، تجارت، صادرات او واردات او ددغه موادو کارخانې په جدي ډول منعه دي.

فرمان زیاتوي له نن وروسته که هر هغه چا ددې فرمان له اوامرو څخه سرغړونه وکړه د اسلامي شریعت له مخې به ورسره چلند کېږي او عدلي او قضایي ادارو له لوري به تعقیب او مجازات کېږي.

د طالبانو د مشرتابه لوري دغه فرمان په داسې حال کې ورکول کېږي چې اوس مهال  د افغانستان په  جنوب او جنوب لودیځو ولایتونو د تریاکو د نیښ وهلو او راټولولو موسم دی او بزګران لګیا دي د کوکنارو له کښت تریاک راټولوي.