انځور: ګوګل

عمران خان نور لومړی وزیر ندی ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنې کېږي

د پاکستان پارلمان منحل کیدو وروسته د پاکستان حکومت کابینې لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه کړ.

د پاکستان حکومت د کابینې دفتر په یوه رسمي بیانیه کې راغلي چې د پارلمان منحل کېدو وروسته عمران خان نور لومړی وزیر ندی او د نوي لومړي وزیر تر راتلو به خان خپلې سرپرستۍ ته دوام ورکوي.

د پاکستان د اساسي قانون د ٩٤مې مادې له مخې، د لومړي وزير له ګوښه کېدو وروسته ولسمشر کولاى شي، چې د لومړي وزير د لېرې کولو امر وکړي، ترهغې چې د دې څوکۍ لپاره نوی کس ټاکي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر په غوښتنه د یکشنبې سهار د پاکستان پارلمان منحل اعلان کړ چې له دې سره کابینه هم منحل شوه. اوس به د حکومت چارې سرپرست لومړی وزیر او کابینه پرمخ وړي ترهغې چې د پاکستان اساسي قانون له مخې ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنې کېږي.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونه وایي عمران خان اساسي قانون تر پښو لاندې کړی عمران خان بیا ځواب کې ویلي ، پلمې پریږدئ ټولټاکنو ته ځانونه اماده کړئ ترڅو د پاکستان خلک خپل برخلیک خپله وټاکي.