انځور: اطلاعات روز خبریال

طالبانو د خوست حلقوي سړک د یوې برخې جوړیدو چارې پیل کړې

اطلاعات روز: په خوست ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست له لوري د ۳۲۶ مترو په اوږدوالي د حلقوي سړک د یوې برخې جوړېدو چارې پیل کړې.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي محمد نبي عمري وايي، په دغه پروژه ۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په دریو کاري میاشتو کې به بشپړ شي.

والي وايي: «مونږ ولس ته په دې اړه ډاډ ورکوو، چې دغه حلقوي سړک چې ۳۲۶ متره اوږدوالی لري په اساسي ډول به رغول کیږي او له کارونو به یې څارنه کیږي. نو په دې سره به له یوې خوا په ښار کې د ګڼې ګوڼې کچه راکمه شي او بل به ورسره ښار نور هم پراخه شي.»

دغه سړک چې په خوست ښار کې له خبريال سړک پیل شوې تر شيخ زايد پوهنتون پورې  غځېدلی د خوست لپاره د طالبانو ښاروال قاري بسم الله بلال بيا وايي، چې د دغې پروژې ترڅنګ به په راتلونکي کې د ښار د لا پراختیا په موخه ګڼې نورې پروژې هم پلي کړي.

نوموړی وايي: « د خوست ښاروالۍ مسوولین ولسونو ته د ښه خدمت کولو ته ژمن دي راتلونکي ۱۴۰۱ مالي کال لپاره خوست ښاروالۍ ګڼ شمېر پروژې پلان کړي، چې په عملي کېدو سره به یې خوست ښار پراختیا پيدا کړي.»

د خوست ښار اوسېدونکي هم له پیل شوې پروژې خوښ دي او زیاتوي، چې په دې سره به په ښار کې د لویو موټرو د تګ راتګ او ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

د نظام له سقوط وروسته واک ته د طالبانو په رسېدو په دغه ولایت کې لاهم ګڼې رغنیزې پروژې نیمګړې پاتې شوې او د بیا پیل په موخه یې مسوولین خلکو ته ډاډ ورکوي.