اطلاعات روز: د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کي شپږ موټره اوسپنيز اجناس له شپږو تنو قاچاق کوونکو سره يو ځای نيول شوې دي.
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې، خبرپاڼه کي ليکل شوي چي د طالبانو امنيتي ځواکونو ددې ولايت ګرمسير ولسوالۍ په بنادر سيمه کي شپږ تنه د اوسپنو د قاچاق په تور نیولې دي.
د دغه رياست په خبر پاڼه کې ليکل شوي، چي په دې شپږ موټرو کي د اوسپنې بېلابېل ډولونه بار وو او د دغه ولايت د طالبانو له لوري نيول شوې دي.
د خبرپاڼې په وينا، قاچاق کوونکو غوښتل څو دغه اوسپنې پاکستان هېواد ته انتقال کړي او هلته يې وپلوري.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، ددغو زړو اوسپنو اندازه شپږ موټره ده چي پخوانۍ اوسپنې، د مرمیو پوچکان، او لينونه په کې بار ول.
خبرپاڼه زیاتوي، چي یاد کسان تر څارنې لاندې دي او د پوښتنو او ګروېږنو وروسته به يې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې وړاندې هم د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيول شوې او په تړاو مختلف کسان نیول شوي دي.