ننګرهار کې د ښاروالۍ تنظیفاتو کارکوونکو ته د کار په بدل کې د غنمو د وېش لړۍ پیل شوه

ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې نن (سې شنبه، ۲۳ د وري) د جلال اباد ښار په نهه ناحیو کې بې روزګاره ځوانانو ته د کاري فرصت او له بېوزلۍ سره د مبارزې په موخه یې د کار په بدل کې د غنمو وېش پیل کړ.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریيس مولوي عبدالستار وایي، چې په ټوله کې دوی ته ۳۱۵۵ ټنه غنم په واک کې ورکړل شوي، چې د دې پروسې په پلي کیدو سره به په ښار او ولسوالیو کې ۲۵۲ زره بې روزګاره کسانو ته کاري زمینه  برابره شي.

نوموړی وایي هر کارګر ته به د ورځني کار په بدل کې لس کیلو غنم ورکول کیږي.

مولوي عبدالستار زیاته کړه:« ننګرهار ته ۳۱۵۵ ټنه غنم د کار په بدل کې ورکړل شوي او د دې پروسې په پلي کیدو سره به ۲۵۲ زره بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه هر کس ته به د ورځې لس کیلو غنم ورکول کیږي او دوه میاشتې به دا پروسه دوام وکړي په ښار او ولسوالیو کې له دې کار څخه موخه د فقر او بې وزلۍ مخنیوی او خلکو ته د روزګار پیدا کول دي.»

 په همدې حال کې د جلال اباد ښار لپاره د طالبانو ښاروال مولوي مومن حمید وایي، چې د دغې پروسې د شفافیت په موخه یې په ټولو سیمو کې ځايي مخور ګمارلي، تر څو له روانو چارو څارنه وکړي.

حمید زیاته کړه:«د یادې پروسې په چوکاټ کې ښاروالۍ ته سل تنه غنم ورکړل شوي، چې د ښار په ټولو ناحیو کې به یاده پروسه پلې کیږي او په دې پروسه کې شامل خلک به پارکونه او د ښار په داخل کې ویالې او نورو ځایونو په پاکوالي کې برخه اخلي.»

  په ورته وخت کې هغه بې روزګاره کسان،چې له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ دي او په دې پروسه کې شامل شوي خوښ دي او د دوام غوښتنه یې کوي. 

په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته د د طالبانو واک ته د رسیدو سره که څه هم نړیوالو موسېساتو په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو لړۍ پیل کړې، خو لاهم ګڼ افغان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.